ملي امنیت د برښنا پایو د الوځوونکو د ډل‌مشر په ګډون څلور کسان نیولي

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې په پروان کې یې د وارداتي برښنا د پایو الوځوونکو د ډل‌مشر په ګډون، څلور کسان نیولي دي.
دغه ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په پروان کې عملیات کړي او هغه څلور کسان یې نیولي چې د وارداتي برښنا پایې به یې الوځولې.

فاریاب کې د طالبانو بندیزونه؛ ښځې دې ودونو ته نه ځي او چپلکې دې نه پر پښو کوي

د فاریاب په ټولو ولسوالیو کې د طالبانو حضور لامل شوی چې دغه ډله پر خلکو، په تېره ښځو تازه بندیزونه ولګوي.
د فاریاب د ولایتي شورا غړی آق‌محمد نوري سلام‌وطندار ته ویلي، د طالبانو په تازه حکم کې ویل شوي چې ښځې نه شي کولای له شرعي محرم پرته له کور څخه بهر شي او د ودونو په هغو مراسمو کې باید ګډون ونه کړي چې موسیقي په‌کې غږېږي.

د بدخشان له پنځو ولسوالیو شاوخوا ۱۰۰۰ سرتېري تاجکستان ته اوښتي

یوې باوري امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې د بدخشان د شهر بزرګ، یاوان، شکاشم، بهارک او خواهان ولسوالیو ټول پوله‌ساتو ځواکونو تاجکستان ته شاتګ کړی دی. سرچینه وايي، ټاکل شوې یاد ځواکونه د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې او له هغه ځایه کابل ته را ولېږدول شي.

د سلما بند د ساتنې پر مرکز د طالبانو برید؛ ۱۶ سرتېري وژل شوي

د سلما بند د ساتنې کنډک قوماندان الله محمد همدرد وايي، طالب وسله‌والو نن سهار د یاد بند د ساتنې پر مرکز چې د هرات د چشت ولسوالي په لوېدیځ کې پروت دی، برید کړی دی.
د نوموړي په وینا، په دغه برید کې د سلما بند ۱۶ امنیتي ساتونکي وژل شوي او مرکز یې هم د طالبانو لاس ته ورغلی دی.