د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې په پروان کې یې د وارداتي برښنا د پایو الوځوونکو د ډل‌مشر په ګډون، څلور کسان نیولي دي. دغه ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په پروان کې عملیات کړي او هغه څلور کسان یې نیولي چې د وارداتي برښنا پایې به یې الوځولې.

د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کسان د داعش ډلې غړیتوب هم لري او د نیولو پر مهال یې یوه اندازه هغه توکي هم ورسره نیولي چې ترهګرې ډلې یې کاروي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بله‌خوا په پروان کې امنیتي سرچینې وايي چې تر اوسه په دغه ولایت کې د څو عملیاتو پر مهال د برښنا پایو الوځولو په تور شاوخوا لس کسان نیول شوي دي.



په پروان کې یوې امنیتي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې تر اوسه د دغه ولایت په مرکز چاریکارو ښار او سالنګ، جبل‌السراج، سیدخېل او بګرام ولسوالیو کې څو ځله عملیات شوي دي.

د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو پرون هم د پروان په مرکز کې عملیات وکړل چې د محلي سرچینو په وینا، دوه کسان یې د برښنا پایو الوځولو په تور ونیول.

د برښنا شرکت د شمېرو له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې د برښنا له ۳۰ ډېرې پایې د کابل په شمال کې الوځول شوي او د پلازمېنې په ګډون، د یوشمېر ولایتونو د برښنا پرې کېدو ترڅنګ یې د یادو پایو پر بیاجوړونې ډېرې پیسې لګولې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام