Asset 1SWN

تخار؛ طالبانو د احمدشاه مسعود په مرکز کې د هغه تصویر ټوټه کړی

download-2

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو د ملي قهرمان احمدشاه مسعود حکاکي شوی تصویر د تخار په چمن خسده سیمه کې چې هغه د قوماندانې مرکز و، ټوټه ټوټه کړی دی.

دغې ډلې دغه راز هغه دېوال هم وران کړی چې د یاد تصویر پرې لګېدلی و. د تخار محلي چارواکو زموږ اړیکې ځواب نه کړې او طالب ډلې هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

طالبانو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټې له اعلان وروسته پر شمالي ولایتونو یرغل وکړ او د بغلان، کندوز، تخار او بدخشان یوشمېر ولسوالۍ یوه پر بلې پسې ونیولې.

د تخار چمن خسده یوه سټراټېژیکه سیمه ګڼل کېږي چې د احمدشاه مسعود قومانداني هم په‌کې وه.

طالبانو د چمن خسده له نیولو وروسته د احمدشاه مسعود په کوټه کې غونډه جوړه کړه چې د دې ډلې دغه کار د خلکو او ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له غبرګون سره مخ شو.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام