سرچینې رسنیو ته تاییدوي چې د قطر په ګډون ازبکستان، جرمني، ناروې او اندونیزیا به بین‌الافغاني مذاکراتو کې د بن‌بست لرې کولو لپاره د منځګړي په توګه عمل وکړي؛ خو قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم سلام‌وطندار سره خبرو کې د سولې خبرو کې د منځګړيتوب مسله رد کړه.

دې سره د راپورنو له مخې، ټاکل شوې د دواړو لورو د تماس ډلو ترمنځ خبرې هم بیا پیل شي.

دا داسې مهال دی چې د شاوخوا دوو میاشتو په تېرېدو دواړه مرکه‌چي پلاوي د رسمي غونډو پر کړنلارې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

په همدې حال کې سیاسي کارپوهان د تسهیل او د بن‌بست لرې کولو کې د منځګړي رول ګټور بولي او ټینګار کوي، که دغه هېوادونه بین‌الافغاني خبرو کې رښتینی عمل وکړي، اختلافونه به حل او خبرې به هم له سره پیل شي.

طالبانو ته له نږدې کسانو سید اکبر اغا سلام‌وطندار ته وايي، که څه هم د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو په تسهیل کې نسبت نورو هېوادونو ته د قطر رول مهم دی؛ خو د هغه په اند ښايي چې امریکا د قطر هېواد له خوا بین‌الافغاني خبرو کې لاسوهنه وکړي او خپل پلان عملي کړي.

بل سیاسي کارپوه رحمت الله بېژن‌پور وايي، که منځګړي هېوادونه په ځانګړې توګه قطر رښتينی عمل ونه کړي، بین‌الافغاني خبرو کې به بل بحران رامنځته شي.

طالبان امریکا سره د دغې ډلې هوکړه د خبرو محور بولي او د افغان حکومت مرکه‌چي پلاوی د قران او شریعت پر بنسټ د خبرو مخ ته وړلو غوښتونکی دی.

د حکومت مشرانو تل طالبان تورن کړي چې بین‌الافغاني خبرې بن‌بست سره مخ کوي.

وروستي مورد کې د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سره لیدنه کې ویلي، سره له دې طالبانو ژمنه کړې وه خو د سولې خبرو کې یې پرې عمل نه دی کړی او د سولې خبرو کې د پرمختګ لپاره د خلکو هیله هم نه ده پوره شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام