محمود د بادغیس له بندخونې د هغه خوشې شوي بندي مستعار نوم دی چې تازه له دې بندخونې څخه خوشې شوی دی. طالبانو هغه د بادغیس پر مرکز قلعه‌نو ښار تر ولکې وروسته د غلا په تور نیولی او بیا یې بندخونې ته اچولی و.

محمود وايي، څومره موده چې په یاده بندخونه کې و، د خوړو نه موجودیت له کبله یې کورنۍ اړه وه چې هره ورځ ورته د ۱۲۰ تر ۱۵۰ افغانیو خواړه برابر کړي. د نوموړي په وینا، طالبانو بندیانو ته ډوډۍ نه ورکوله او که چا پیسې لرلې، خپله یې ځان ته ډوډۍ برابروله، کنه په لوږه یې شپې او ورځې تېرولې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

که څه هم هڅه مو وکړه چې په دې اړه د نورو بندیانو نظر هم واخلو، خو د بندخونې مسوولانو له هغوی سره د خبرو کولو اجازه را نه کړه.

په همدې حال کې د یوشمېر بندیانو د کورنۍ غړي چې نه غواړي نومونه یې یاد شي، هره ورځ خپلو بندیانو ته د خوړو پر وروړلو نیوکه کوي او وايي، اسلامي امارت بندیانو ته اوبه او ډوډۍ نه ورکوي او دوی هره ورځ خپلو بندیانو ته د ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو خواړه پېري.

د بادغیس د بندخونې مسوول محمدالدین که څه هم بندیانو ته د هغوی د کورنیو له لوري د خوړو وروړلو په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې اوس له ۵۰ ډېر کسان د دغه ولایت په مرکزي بندخونه کې بندیان دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یوشمېر بندیانو او د هغوی د کورنۍ د غړیو څرګندونې ښيي چې د بادغیس په بندخونه کې د ۵۰ بندیانو د خوړو لګښت په منځنۍ کچه د میاشتې له ۲۰۰ زرو ډېرې افغانۍ کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام