خبریال: داوود شاه مل

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ اسټین وایي، د افغانستان پوځ وړاندې له دې چې له لاسه تللې سیمې بېرته ونیسي، ښه به وي چې په دغه هېواد کې د وسله‌والو طالبانو د پرمختګ مخه ډب کړي.

د سلام‌‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا دفاع وزیر چې د دغه هېواد الاسکا ایالات ته تللی، پرون یې په یوې خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان پوځ په ښارونو کې د خپلو پوځي مرکزونو د پیاوړي کولو او ځواکمنتیا په حال کې او د دې وړتیا او ځواک لري چې له لاسه تللې سیمې بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي.

په همدې حال کې ځينې پوځي کارپوهان په دې باور دي چې امریکا یا باید افغان هوایي ځواک پیاوړی کړي، دوی ته په تخنیکي او نورو برخو کې روزنه ورکړي، په پښو یې ودروي او یا هم خپل هوایي ملاتړ ته دوام ورکړي.

د چارو شنونکی نورشاه نوراني وایي، دا چې افغانستان غرنۍ جغرافیه لري، نو په اوسني هوایي ځواک سره ناشونې ده چې د طالبانو د پرمختګ مخه ونیوله شي. هغه وویل، امریکا باید د جګړې په ښکیلو لورو فشار روالي چې د مذاکراتو له لارې افغان شخړې ته د پای ټکی کېږدي.

په ورته مهال د پوځي چارو یو بل کارپوه عتیق‌لله امرخېل وایي، د طالبانو د پرمختګ مخنیوي لپاره اړتیا ده چې افغان پوځ او هوایي ځواک د سیاستوالو او قومي ټیکهدارانو له ولکې واېستل شي او ورته ملي روحیه ورکړل شي.

د نوموړي په وینا، نظام کې دننه ستونزې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په روحیې منفي اغیز لري او ډیری سیاستوال او ځینې حکومتي چارواکي د خپلو شخصي ګټو لپاره د پردیو په دستور کار کوي.



هغه وویل: «زمونږ د هوایی ځواکونو کارکونکی باید وروزل شې، باید دا ځواک جوړ شې او په افغاني روحیه وروزل شې، نه د بل چا په روحیه. بیا کامیابي مشکله نه ده، که اراده وي، صداقت او ایمانداري وي، بیا کامیابي مشکله نه‌ده.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي هم ویلي و چې د افغانستان پوځ د لویو ښارونو چې د ولایتونو مرکزونو پکې شامل دي داسې پلان مخکې نیول چې له مخې به یې له دغو ښارونو ساتنه کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د کورنیو چارو وزارت هم پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له کابل، ننګرهار او پنجشېر پرته یې په ۳۱ ولایتونو کې د طالبانو د نفوذ د مخنیوي په موخه د شپې له‌خوا ګرځبندیز اعلان کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دغه ولایتونو کې هېوادوال اجازه نه لري چې د شپې له ۱۰ د سهار تر۴ بجو پورې تګ‌راتګ وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام