د تخار د ولایتي شورا رییس محمد اعظم افضلي سلام‌وطندار ته وایي، بېګاه شپه طالبانو د چاه اب ولسوالي پر مرکز پراخ بریدونه کړي چې امنیتي ځواکونه نن چهارشنبه د دغې ولسوالي له ودانۍ او امنیه قومنداني وتلي او د چاه اب نورو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

افضلي زیاتوي چې امنیتي ځواکونه ملکي وګړو ته د زیان رسېدو د مخنیوي په موخه د ولسوالي او امنیه قومنداني له ودانۍ وتلي دي. د تخار د ولایتي شور رییس وایي، د وسله‌والو طالبانو او امنیتي ځواکونو په دې نښتو کې د مرګ‌ژوبلې په اړه کره شمېرې نه دي ورکړل شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

محلي مسوولان او د چاه اب ولسوالي اوسېدونکي وایي چې طالبانو په دغه ولسوالي کې د مخابراتي شبکو فعالیتونه هم درولي دي.

په همدې حال کې هغه تصویرونه چې سلام‌وطندار ترلاسه کړي ښيي چې د چاه اب ولسوالي یو‌شمېر اوسېدونکي له دغه ولسوالي څخه د تېښتې په حال کې دي.

بل‌خوا د تخار د والي ویاند حامد مبارز وایي، چاه اب ولسوالي د طالبانو لاس ته نه  ده لوېدلې او امنیتي ځواکونه په یوې همغږۍ سره د طالبانو پر وړاندې جنګېږي، نوموړی وایي چې چاه اب ته د وسله‌والو طالبانو د ځپلو لپاره نور مرستندویه ځواکونه رسېدلي او هوایي ځواکونه هم د طالبانو د ځپلو په موخه هوایي بریدونه کوي.



د تخار د والي په وینا، په دې نښتو کې د یوه قومندان په ګډون ۶طالبان وژل شوي دي. د تخار امنیتي مسوولانو او طالب ډلې تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو درې ورځو کې په څلورو ولایتونو کې ۶ ولسوالي د طالبانو له لوري نیول شوي دي.

په فاریاب کې دولت اباد او قیصار ولسوالۍ، د غزني اب‌بند او جغتو، په غور کې شهرک او په بادغیس کې جوند ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام