د کندهار ولايت د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول نظر محمد صمیمي له سلام‌وطندار سره خبرو کې وويل چې د وروستيو جګړو له کبله ۴۸ ښوونځي تړل شوي دي.

صميمي وايي، له تېرو ۲ اوونیو راهیسې د کندهار په څلورو ولسوالیو کې جګړو زور اخیستی چې له کبله یې ۲۴ ښوونځي په پنجوايي،۱۳ په ارغنداب،۱۰په ژېړۍ او ۱۰ښوونځي هم په میوند ولسوالۍ کې تړل شوي دي.

صمیمي وايي، د یادو ښوونځيو له تړل کېدو سره شاوخوا ۱۸۰۰۰ زده‌کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.

له زده‌کړو بې‌برخې زده‌کوونکي وايي، له یوې خوا کرونا او له بلې خوا جګړه هغه څه دي چې د دوی پر زده‌کړو يې سخت اغېز کړی دی.

دوی د جګړو له ښکېلو غاړو غواړي چې ژر تر ژره دې د دوی په سيمو کې جګړې ودروي چې وکولای شي خپلو ښوونځيو ته لاړ شي.

د يادولو ده چې له دې وړاندې وسله‌والو طالبانو په یادو ولسوالیو کې خلکو ته ویلي چې له کورونو ووځي؛ ځکه طالبان یې په سیمو کې جګړه کوي.

مسوولان وايي، د کندهار  يادو ولسواليو کې د جګړو له کبله زرګونه کورنۍ له خپلو کورنو بې‌ځایه شوې دي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام