Asset 1SWN

لغمان کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي

laghaman

لغمان کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې د یوه کور پنځه غړي وژل شوي او یو بل ژوبل دی. په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالي کې د ولسي خلکو پر کورونو د هاوان مرمۍ ویشتي او د یوې کورنۍ پنځه غړي یې وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ۲۰۱ سیلاب قول‌اردو د ویاند مرستیال مقصوداغا سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده پېښه تېره شپه شاوخوا دولس بجې د الیشنګ ولسوالي په کوټالۍ سیمه کې شوې ده. نوموړی وايي، په وژل شویو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.



د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی هم دا پېښه تاییدوي، خو په اړه یې نور جزیات نه ورکوي.

که څه هم حکومتي چارواکي د دغې پېښې عاملان طالبان ګڼي، خو یادې ډلې په یوه خبرپاڼه کې یې پړه پر افغان ځواکونو ور اچولې او په وینا یې، د یوې کورنۍ پنځه غړي په‌کې وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام