له تېرو درېيو ورځو راهیسې د ننګرهار له حصارک ولسوالۍ د مرګ‌ژوبلې او د طالبانو په لاس د ځینو حکومتي پوستو د سقوط راپورونه ورکول کېږي. د سیمې اوسېدونکي د هویت نه څرګندېدو په شرط سلام‌وطندار ته وايي، طالبانو له درېيو ورځو راهیسې د حصارک پر یو شمېر پوستو ډله‌ییز بریدونه کړي او که تازه دمي سرتېري ور ونه رسېږي، دا ولسوالۍ به سقوط وکړي.

دغه اوسېدونکي اندېښنه څرګندوي او وايي، که دغې ولسوالۍ کې د طالبانو خلاف عملیات ونه شي، نو حکومتي او ولسي خلکو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو تر څنګ به ګڼ شمېر خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شي.

د ننګرهار د ولایتي شور غړی اجمل عمر هم د حصارک ولسوالۍ د ترینګلي وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، طالبانو تېره شپه غوښتل چې ولسوالي ونیسي؛ خو د کومانډو ځواکونو په رسېدو سره یې مخه نیول شوې.

همدې حال کې د ننګرهار د والي مرستیالې حبیبې کاکړ نن یوې خبري غونډه کې وویل، پر حصارک یې د طالبانو بریدونه پر شاه تمبولي دي.

همدا تېره شپه د پوځ یوې   MI-۱۷ چورلکې دغې ولسوالۍ ته تازه دمي سرتېري وړي وو چې د بېرته پورته کېدو پر مهال یې سقوط کړی او پايله کې يې ۲ لیږدوونکي کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

دا په تېره یوه میاشت کې د افغان پوځ درېيمه چورلکه ده چې د تخنیکي ستونزو له کبله سقوط کوي.

تېره اکټوبر میاشت کې د هلمند ناوې ولسوالۍ کې هم دوه چورلکې تر ټکر وروسته سقوط شوې وې.

که څه هم ملي دفاع وزارت حصارک ولسوالۍ کې د یوې چورلکې د غورځېدو خبر ورکوي؛ خو د سیمې اوسېدونکي وايي، دوه چورلکې له یو بل سره جنګېدلي او غورځېدلي دي.

د ننګرهار د والي مرستیاله حبیبه کاکړ هم وايي، حصارک کې د پوځ دوه چورلکې تر ټکر وروسته غورځېدلي او لس کسان په‌کې ژوبل شوي دي.

خو طالبانو ادعا کړې چې د حکومت دوه چورلکې یې ویشتلي او په کې سپاره تر شلو ډېر کمانډويي سرتېري یې وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

تېره ورځ هم طالبانو په یوې اعلامیه کې ادعا کړې وه چې د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې یې دوه حکومتي پوستې سقوط کړي او ګڼ ملي او محلي پولیس یې په‌کې وژلي دي.

حصارک د ننګرهار له ناامنه ولسوالیو ګڼل کېږي چې وخت ناوخت ترې د جګړې او بریدونو راپورونه ورکول کېږي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام