
کرونا د افغانستان اقتصاد ځوړ حالت ته بيولی
د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي برنامې له لوري په افغانستان کې د کرونا ویروس د اقتصادي او ټولنیزو اغېزو ارزونې په راپور کې چې نن خپور شوی راغلي، کرونا ویروس په افغانستان کې د اقتصادي ځوړ لامل شوی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي برنامې له لوري په افغانستان کې د کرونا ویروس د اقتصادي او ټولنیزو اغېزو ارزونې په راپور کې چې نن خپور شوی راغلي، کرونا ویروس په افغانستان کې د اقتصادي ځوړ لامل شوی دی.

له تېرو دوو ورځو راهیسې یوه مکتوب کې چې ویل کېږي د ارګ له خوا د لوړو زدهکړو موسسو ته استول شوی، غوښتل شوي چې تر دې وروسته پوهنتونونو کې د لیسانس دورې مونوګراف او د ماسټرۍ تېزس کې د افغانستان له اصلي ادبیاتو ګټه واخیستل شي.
لکه څنګه چې پخوا د ښار په کچه تابلوګانو نه د فارسي کلمو لرې کولو او د الکټرونیکي تذکرو وېبپاڼه کې فارسي ژبه د بهرنیو ژبو په لېست کې اچولو د هېوادوالو غبرګون راپورته کړی وو، دا ځل هم د ټولنیزو رسنیو کاروونکيو د دغه مکتوب په خپرولو سره، د ارګ په سیاستونو چې د هېواد د ملي ژبو په اړه یې غوره کړي، نیوکه کړې ده.

له تېرو درېيو ورځو راهیسې د ننګرهار له حصارک ولسوالۍ د مرګژوبلې او د طالبانو په لاس د ځینو حکومتي پوستو د سقوط راپورونه ورکول کېږي. د سیمې اوسېدونکي د هویت نه څرګندېدو په شرط سلاموطندار ته وايي، طالبانو له درېيو ورځو راهیسې د حصارک پر یو شمېر پوستو ډلهییز بریدونه کړي او که تازه دمي سرتېري ور ونه رسېږي، دا ولسوالۍ به سقوط وکړي.

ولسمشر ماڼۍ اعلان کړه چې د اغاخان فرهنګي بنسټ د هرات د مصلی پنځم منار بیا رغوي.
صدیق صدیقي نن چهارشنبه پر خپله ټوېټرپاڼه وليکل چې د اغاخان فرهنګي بنسټ ولسمشر ته په يوه ليک کې ډاډ ورکړی چې د هرات د مصلی پنځم منار د بیا رغونې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح د ملي امنيت له قوله وايي، طالبانو پرېکړه کړې چې د افغانستان په لويو ښارونو کې مدني ټولنې موخه وګرځوي. نوموړی وايي، د طالبانو په اند هغه وژنې چې د ټولنې عاطفه او احساس زيانمنوي، د دې لامل کېږي چې خلک د حکومت له کړنو ناراضه شي…

د کندهار د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول نظرمحمد صمیمي سلاموطندار ته وویل، میوند ولسوالۍ کې د دوه ورځې وړاندې موټربم برید د «ملالې میوندۍ او د غازي ایوب خان» د ۲ لېسو او د ولسوالۍ د پوهنې امریت یو شمېر خونې ورانې کړې دي.