Asset 1SWN

کرونا د افغانستان اقتصاد ځوړ حالت ته بيولی

cq5dam.web_.1280.1280-oy9cvdpal1gv7tm06btuggyiu0uc2a5woncfgkbb84

 

د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي برنامې له لوري په افغانستان کې د کرونا ویروس د اقتصادي او ټولنیزو اغېزو ارزونې په راپور کې چې نن خپور شوی راغلي، کرونا ویروس په افغانستان کې د اقتصاد د ځوړ لامل شوی دی.

په دې راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان اقتصاد شاوخوا ۶سلنه منقبض اټکل شوی دی او د ښه کېدو په موخه يې د سیاستونو نه موجوديت به لامل شي چې تر ۲۰۲۴ کال پورې په داخلي ناخالص تولید کې راټول شوي زیانونه ۱۲.۵ سلنه وي.

د دې راپور پربنسټ که چېرې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴مو کلونو ترمنځ په افغانستان کې اقتصادي پراختیا مثبته وګڼل شي، د کرونا تر خپرېدو مخکې وضعیت سره په پرتله به د اقتصادي پراختیا کچه ټيټه وي.

د ملګرو ملتونو سازمان په دې راپور کې راغلي چې د اقتصادي بهیر ورو کېدو، د کرونا ویروس د دويم موج خپرېدو، د جګړو دوام او د سولې او سیاسي فضا نامشخص بهیر ته په کتو، افغانستان مالي کسر ته د رسېدنې او پر اساسي خدمتونو د پانګې اوسنۍ کچې ساتنې لپاره د نړیوالې ټولنې مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

اضافي مالي مرستې باید د اصلاحاتو د رامنځته کولو او تر سره کولو، د کسب او کار د ښه والي، د حکومتوالۍ د ښه والي، د پانګه‌ونې د هڅونې او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره وي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال ستر سلاکار هارون میر وايي، د دولت لپاره لومړیتوب په بوديجه کې د توازن رامنځته کول دي. میر زیاتوي چې یوازې په داخلي ناخالصه تولید کې کموالی نشته بلکې دوی د دولت په لویو عایداتو کې هم د کموالي شاهدان دي.

د نوموړي په وينا، له همدې کبله په نوې بوديجه کې دولت غیر ضروري موارد را کم کړي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي برنامې د افغانستان له حکومته غوښتي چې په لنډمهال کې د کرونا ویروس مالي چټکو اغېزو ته پاملرنه وکړي او د پایدارې پراختیا موخو ته په رسېدو د هغې له منفي اغېزو مخنیوی وکړي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام