Asset 1SWN

د کندهار  ميوند ولسوالۍ کې موټربم چاودنې ۲ ښوونځي وران کړي

Kandahar-Maiwand-2-oy8vubet328l3ysh7d5wgq8j1rs3c2bz10ak82kn0o

 

د کندهار د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول نظرمحمد صمیمي سلام‌وطندار ته وویل، میوند ولسوالۍ کې د دوه ورځې وړاندې موټربم برید د «ملالې میوندۍ او د غازي ایوب خان» د ۲ لېسو او د ولسوالۍ د پوهنې امریت یو شمېر خونې ورانې کړې دي.

صميمي وايي، سیمې ته د نظارت ډله لېږل شوې چې تر را ګرځېدو وروسته به د زیان کچې په اړه ارقام خپاره کړي.

د کندهار د پوهني ریاست د شمېرو له مخې میوند ولسوالۍ کې ۱۸ ښوونځي فعال دي چې ۴۳۰۰ نارینه او ښځینه زده‌کوونکي په کې درس لولي.

خو د «ملالې میوندۍ» د نجونو لېسې او د «غازي‌ایوب خان» د هلکانو لېسې چې زیاتره برخې یې تازه د وسله‌والو موټربم برید له کبله ورانې شوي، له فعالیت څخه پاتې شوې.

په ورته وخت کې د کندهار یو شمېر اوسیدونکي د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې ټولګټو ځایونو ته تاوان ونه رسوي، ځکه زیان یې یوازې ولس ته رسېږي.

د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې د میوند ولسوالۍ پر امنیې قومندانۍ د مازدا ډوله موتر د چاودنې له کبله ۴۰ پولیس او ولسي خلک ټپيان او ۴ ووژل شول.

میوند د کندهار ـ هرات پر لویه‌لار پرته ناامنه ولسوالۍ ده چې له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې په کې طالبان افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام