وسلهوالو مخالفانو نن سهار د کندهار د میوند ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ پر ودانۍ له چاودېدونکيو توکو ډک مازدا ډوله موټر ته چاودنه ورکړه. دغه موټربم برید د ځاني مرګژوبلې ترڅنګ سیمه کې ډېر کورونه او دوکانونه هم نړولي.
د کندهار د عامي روغتیا رييس ډاکټرمحمد طاوس اشرف نادري وايي، پېښې څخه تراوسه ۴ جسدونه او ۳۶ ټپيان بېلابېلو روغتیايي مرکزونو ته ور وړل شوي دي.
د کندهار د عامې روغتیا رييس په ځانګړي ډول د ملکي وګړيو او د امنیتي ځواکونو د مرګژوبلې په اړه څه نه وايي؛ خو زیاتوي چې د پېښې زیاتره قربانیان ملکيان دي.
په ورته وخت کې د کندهار د امنيې قومندانۍ ویاند جمالناصر بارکزي ویلي، موټربم برید کې ۳ پولیس او ۱۳ ملکي وګړي ټپیان شوي.
د نوموړي په وینا، د ملکي خلکو د کورونو نړېدو له کبله یوازې یوې ښځې ژوند بایللی.
نوراحمد د یادې پېښې یو قرباني دی چې پر لاسونو، پښو او ملا ټپي شوی دی. نوراحمد وايي، د یوې لویې چاودنې غږ يې واورید، نږدې کورونه او دوکانونه يې ولیدل چې راچپه شول او نور په ځان نه دی پوه شوی.
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت په اړه کومې ډلې څه نه دي ویلي.
میوند ولسوالۍ کندهار ښار ته نږدې یوه له هغو ولسوالیو ده چې له تېرو ۱۲ ورځو راهیسې په کې طالبان له افغان سرتېرو سره په جګړه بوخت دي.
د دغو جګړو له کبله سلګونه کورنۍ هم بېځایه شوي چې دامهال کندهار ښار او ډنډ ولسوالیو کې سخت ژوند تېروي.