Asset 1SWN

کندهار کې د کتابونو درې‌ورځنی نندارتون؛ څه باندې ۱۰۰۰۰ کتابونه پلورل شوي

WhatsApp Image 2024-01-02 at 18.06.44_093801b9

په کندهار کې د «ښه کتاب، ښه ژوند» په نوم د کتابونو په جوړ شوي درې‌ورځني نندارتون کې چې ټاکل شوې وه نن پای ته ورسېږي، څه باندې ۱۰۰۰۰ کتابونه پلورل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انعام‌الله سمنګاني سلام‌وطندار ته ویلي چې د تېرو درېوو ورځو پر مهال په دغه نندارتون کې  څه باندې ۱۰۰۰۰ کتابونه پلورل شوي او کتاب‌پېرودونکو ته له ۱۵۰۰ ډېرې جایزې هم ورکړل شوې دي.

د نوموړي په خبره، که څه هم نن د دغه نندارتون وروستۍ ورځ وه، خو د خلکو د پرله‌پسې غوښتنو او د کتاب‌پلورونکو اتحادیې په ملاتړ به دوه ورځې نور هم دوام وکړي.

په همدې حال کې د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد چې د دغه نندارتون نندارې ته ورغلی و، وویل چې د کتابونو د نندارتونو له لارې د کتابونو پلور زیاتېږي او هم ورسره د کتاب‌ پلورنځیو کاروبار ښه کېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه پر زده‌کړیالانو، زده‌کوونکو او ځوانانو غږ وکړ چې په ورته نندارتونونو کې ګډون وکړي او د کتابونو په پېرودلو سره خپله پوهنیزه کچه لوړه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام