Asset 1SWN

د کابل ښار چاودنه کې دوه کسان وژل شوي

20221121_213149-py1rprw35boxv06uxzpwn94ej96nemigewk6kmksjs

د کابل امنیتي مسوولانو د کابل د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په «پروان‌سه» سیمه کې چاودنه تایید کړه.

د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران سلام‌وطندار ته ویلي چې دې چاودنه کې یو کرولا ډوله موټر په نښه شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هغه په خبره، چاودنه کې دوه کسان چې دغه موټر کې سپاره وو، وژل شوي دي.

ځدران دا نه‌دي ویلي چې چاودنې ملکي که دولتي کسان وژل شوي، خو زیاتوي چې اړوندې ډلې پر وخت سیمې ته رسېدلي، څو د چاودنې لامل، ډول او دا چې څوک په‌کې وژل شوي، په ګوته کړي.

بله‌خوا پر ټولنیزو رسنیو یوه خپره شوې ویډیو چې د دې چاودنې اړوند ګڼل کېږي، ښيي چې په نښه شوی موټر په بشپړ ډول سوځېدلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تر اوسه کوم چا یا وسله‌والې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام