د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ وايي چې د کابل د پنځمې امنیتې حوزې اړوند سیمه کې نننۍ چاودنې درې ملکیان ټپیان کړي دي.

خالد ځدراڼ نن شنبه د تلې ۱۶مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چاودنه د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ملکیانو پر یوه کاسټر موټر شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کابل د امنیې قومنداني ویاند همداراز لیکلي، چاودنه د سړک ګلدان کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې.

نوموړي ویلي چې امنیتي ځواکونو د یادې پېښې د عاملانو د نیولو لپاره هڅې پیل کړي دي.

دا په داسې مهال ده چې په دې وروستیو ورځو کې په پلازمېنه کابل کې ماین چاودنې او بریدونه زیات شوي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه په یوه جومات کې هم چاودنه شوې وه چې د راپورونو پربنسټ ګڼ‌شمېر کسانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

له هغې وړاندې د کابل په لوېدیځ دشت‌برچي سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز برید کې هم ګڼ‌شمېر زده‌کوونکي ووژل شول چې ډېری یې نجونې وې.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

تراوسه د دغه بریدونو مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام