کابل کې د اندرا ګاندي یا د ماشومانو د درملنې ځانګړي روغتون مسوولان او ډاکټران وايي چې د کابل ښار په یوشمېر هټیو کې د بهرنیو هېوادونو او د امریکايي ځواکونو د چمتو شویو خوراکي توکو د خوړو له امله څلور ماشومان مړه شوي دي.

د اندراګاندي روغتون د داخلې برخې مسوول امیرمحمد جلالي سلام‌وطندار ته وویل چې په د سړک او هټیو کې خرڅېدونکې دغه کڅوړو د کارېدو نېټه پای ته رسېدلې او زهرجن شوي، نو ترې ګټه اخستل یې زیان لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جلالي په وینا، د دې خوړو له امله شاوخوا څلور ماشومان مړه شوي چې یوه پېښه یې شاوخوا ۱۲ ورځې مخکې وه او بله یې هم دوه ورځې مخکې پېښ شوې وه.

له څه مودې راهیسې د کابل ښار په بازارونو او د سړکونو غاړې ته د بېلابېلو خوراکي توکو چې پکې د چرګ غوښه، ککو، بسکېټ او چاکلیټ شامل دي، په قهوه‌یي رنګه کڅوړو کې په ارزانه بیه پلورل کېږي.

پلورونکي وايي چې د خوراکي توکو دغه کڅوړې د امریکایي سرتېرو څخه پاتې او دغه کڅوړې په نمبر پلورل کېږي چې له یو نه شروع تر ۱۲ پورې دي او بېلابېلې مینو لري.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاويد هژیر وايي، دوی په ټولو دوکانونو او پلورنځیو کې د تاریخ تېرو خوراکي توکو او درملو د راټولولو کمپاین پیل کړی چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اندرا ګاندي یا د ماشومانو د درملنې ځانګړي روغتون ډاکتران په داسې حال کې د امریکايي ځواکونو د خوراکي توکو د استعمال له امله د څلورو ماشومانو د مړینې خبر ورکوي چې هره ورځ په کابل او نورو ولایتونو کې د دغو خوراکي توکو سلګونه کڅوړې پلورل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام