په نیمروز کې امنیتي او محلي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې ایران سره پولې ته څېرمه د ا.ا او ایراني پولهساتو ځواکونو ترمنځ تازه نښته شوې چې اوس هم روانه ده.
په نیمروز کې باوري امنیتي او محلي سرچینې د یاد خبر د تایید ترڅنګ سلاموطندار ته ویلي چې نن له غرمې وروسته د نیمروز کنګ ولسوالي «درویشوک» سیمه د ا.ا او ایراني پولهساتو ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سرچینو په وینا، جګړه لا هم روانه ده او د نیمروز له مرکز څخه د پېښې ځای ته د ا.ا مرستندویه ځواکونه هم استول شوي دي. سرچینې زیاته کړې چې په دې نښته کې دواړو لوریو ته مرګژوبله هم اوښتې، خو د کره شمېرو په اړه یې څه نه دي ویلي.
د نیمروز محلي مسوولانو تراوسه د یادې نښتې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي. دا څوم ځل دی چې په نیمروز ولایت کې ایران سره پر پوله د ا.ا د ځواکونو او ایراني پولهساتو ترمنځ نښته رامنځته کېږي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
له دې وړاندې هم د نیمروز په کنګ ولسوالي کې د ایراني او ا.ا د پولهساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه چې د ایراني رسنیو د راپورونو پربنسټ، په هغه نښته کې یو ایرانی سرتېری وژل شوی و.