د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د ایران دایمي استازولۍ نن (جمعه، جوزا ۲۳) یوه رسمي لیک کې له دغې شورا غوښتي چې د اسراییل بریدونو ته د ځواب ویلو لپاره بېړنۍ غونډه جوړه کړي.
دغه لیک کې د ایران پر اټومي تاسیساتو او لوړ پوړو پوځي چارواکو د امریکا په ملاتړ د اسراییل شوي بریدونه غندل شوي او غوښتنه شوې چې امنیت شورا په دې تړاو بېړنۍ غونډه جوړه او د دغه جنایتکاره اقدام په اړه قاطع ګام اوچت وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همدارنګه لیک کې ویل شوي چې اسراییل په غیرقانوني او له وړاندې طرحه شوي اقدام کې د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د ایران دایمي استازولۍ زیاته کړې چې د اسراییل اقدامات د دغه سازمان د منشور او د نړیوالو حقونو له اصولو ښکاره نقض بلل کیږي او خطرناکه پایلې یې د سیمې او نړۍ امنیت او سوله ګواښوي.