نیمروز کې محلي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې پرون مازدیګر د اسلامي امارت او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ پولې ته نږدې «میلک» سیمه کې نښته شوې ده.

د سرچینې په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو له لوري پر یوه افغان ماشومان ډزې وشوې. په ورته مهال ایراني رسنیو راپور ورکړی چې په دغه نښته کې د محمد صیادي په نوم یو سرحدي پولیس وژل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا ویلي، د دغه هېواد یو‌شمېر پوله‌ساتي ځواکونه پرون مازدیګر پولې ته نږدې پر ګزمه بوخت وو چې د افغانستان له خاورې پرې وسله‌وال برید وشو او په دې نښته کې یو پوځي وژل شوی دی.

د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حبیب‌الله الهام بیا دغه نښته ردوي، خو دا تاییدوي چې پرون د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو په ډزو کې یو ماشوم ټپي شوی او دا مهال په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم ایراني پوله‌ساتو ځواکونو د ایران او افغانستان ترمنځ پوله کې پر درېوو افغان ماشومانو ډزې کړې وې چې له امله یې یو ماشوم ووژل شو او دوه نور ټپیان شوي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام