په هرات کې محلي سرچینو ویلي چې په دغه ولایت کې د اسلام کلا لویه لاره د ایراني پوله‌ساتو او اسلامي امارت ترمنځ د نښتې له امله په موقتي توګه تړل شوې ده.

د سرچینو په وینا، دا شخړه هغه مهال رامنځته شوې چې د اسلامي امارت ځواکونو غوښتل د دواړو هېوادونو پولې ته نږدې لاره جوړه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرچینې زیاتوي چې ایراني پوله ساتي د دې لارې د جوړولو د مخنیوي په موخه سیمې ته ورننوتل او د دوی یو موټر افغانستان خاورې ته دننه شوی چې وروسته د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا ودرول شو.

په همدې حال کې ایراني رسنیو هم تایید کړې او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت ځواکونو د ایران پوځي موټر نیولی او ایراني ځواکونه هڅه کوي چې دغه موټر بېرته واخلي.

د افغانستان او ایران رسمي سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. خو ایراني رسنیو ویلي چې د دواړو هېوادونو د پلاوي ترمنځ په دې اړه خبرې او څېړنې روانې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت ځواکونو له دې وړاندې هم د ایران په ګډون د ګاونډیو هېوادونو له پوله‌ساتو سره نښتې کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام