۲۵ کلن امیرداد چې د غور ولايت اوسېدونکی دی  او یو کال وړاندې د فقر او بې‌کارۍ له کبله د خپلې کورنۍ دوو نورو غړيو سره ایران ته روان شوی؛ خو له دې بې‌خبره چې مرګ ورته په تمه دی.

امیرداد وايي، سره له دې چې د ډېرو ستونزو په زغملو یې څلور ځلې ایران ته نامنظمه کډوالي کړې؛ خو تېر کال د ایران سیستان بلوچستان ولایت کې خونړۍ ټرافیکي پېښې سره مخ شوی دی.

هغه چې دغه سفر نه ترخه کیسه لري وايي، دغه ټرافیکي پېښه کې د هغه د کورنۍ دوو غړيو په ګډون ۳۰ افغان کډوالو ژوند له لاسه ورکړ.

امیرداد ایران کې د ګڼو ستونزو زغملو سربېره بیا هم ارامه او هوسا ژوند ته نه رسېږي او خپلې کورنۍ ته هم هېڅ پیسې نه‌شي ګټلی.

هغه وايي، څو میاشتې چې یې ایران کې کار کړی، د کار خاوند یې مزدوري نه ده ورکړې او په تش لاس خپل هېواد ته را ګرځېدلی دی.

امیرداد له نورو افغان ځوانانو غواړي چې هېڅکله هم نورو هېوادونو ته په نامنظمه کډوالۍ لاړ نه‌شي.

دې سره د غور مدني فعالان وايي، تر ټولو مهم لاملونه چې ځوانان خپل هېواد خوشې کوي او خپل ژوند په خطر کې اچوي، د امنیت نه موجوديت، بې‌کاري او مجبوریت دی.

د غور د مدني ټولنې د ګډې کاري ډلې مسوول فضل‌الحق فایق وايي، د دوی موندنې ښيي چې د دغه ولایت د یو شمېر کلیو له هرې کورنۍ یوه کس بهر هېوادونو ته نامنظمه کډوالي کړې چې ناوړه برخلیک سره مخ شوي دي.

د هغه په وینا، یو شمېر دغو ځوانانو خو د لارې اوږدو کې خپل ژوند د لاسه ورکړی، یا هم له څه مودې وروسته بېرته روږدي راګرځېدلي او اوس د ټولنې په اوږو بار شوي دي.

د غور د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو ریاست مسوولان وايي، تېرو ۹ میاشتو کې یې ۱۰۲۲ افغانان چې په نامنظمه کډوالي ایران، پاکستان او ترکیې ته تللي وو، بېرته راګرځول شوي ثبت کړي چې له دې ډلې ۳۰۰یې تر اتلسو کلونو کم‌عمره ځوانان دي.

د غور د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو رییس عبدالروف غفوري وايي، قاچاقيان دغه تنکي ځوانان غوره ژوند ته د رسېدو په هیله تېر باسي چې بیا یې یرغمل نیسي، ترڅو وکولای شي، زیاتې پیسې ترلاسه کړي.

نوموړی زیاتوي، هغوی د کډوالۍ نړیوال سازمان یا IOM په همکارۍ بېرته را ګرځول شويو کډوالو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکيو او د نغدو پیسو مرسته کوي.

د غور د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو ریاست مسوولان همدارنګه وايي، هغو بېرته راګرځول شويو کورنیو سره یې هم مرسته کړې چې په کورونا ویروس اخته شوي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام