یو‌شمېر هغه مېرمنې چې هوسا ژوند ته د رسېدو لپاره په افغانستان کې له وسایلو ډک کور پرېږدي او نامنظمې کډوالۍ ته مخه کوي، له بې‌وسۍ نه ډک ژوند یې دردونه نور هم ډېروي.

په ایران کې د درنو کارونو کول، سپکاوی او وهل‌ټکول هغه تاوتریخوالی دی چې دغه مېرمنې ترې شکایت کوي.

دا د دایکندي ولایت یوه اوسېدونکې حبیبه چې ۳۶ کلنه ده او تازه د هرات له اسلا‌م‌کلا لارې بېرته هېواد ته را ګرځېدلې وايي، خاوند یې په ایران کې پر نشه‌يي توکو د روږدتیا له کبله له لاسه ورکړی دی.

دغه ښځه شاوخوا یونیم کال وړاندې د انساني قاچاقیانو په خبرو تېروتې او د ښې راتلونکې لرلو په هیله له خپلو څلورو ماشومانو او خاوند سره د نیمروز له لارې په قاچاقي ډول ایران ته تللې وه.

حبیبه په داسې حال کې چې پر څېره یې د نامنظمې کډوالۍ ترخې خاطرې له ورایه ښکاري وايي، له ډېرو ستونزو او ۱۵ ورځو پلي تګ وروسته ایران ته رسېدلي او د تهران ښار په یوه باغ کې یې کار پیدا کړ.

حبیبه چې د خپلې رواني ارامتیا او خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې لپاره په نامنظمې کډوالۍ روانه شوې، د هغه څه په اړه یې چې فکر کاوه، له برعکس وضعیت سره مخامخ شوې ده.

په دې کډوالۍ کې نه یوازې د حبیبې او ماشومانو هیلې یې نه دي پوره شوي، بلکې هغه پر رواني ناروغي هم اخته شوې ده.

دغه ښځه د یادو ټولو ستونزو لامل د ایرانیانو له لوري ورته له حده ډېر‌ سپکاوی بولي. هغه وايي، له هټۍ او روغتون نه نیولې تر ښار، موټر او د اوسېدو ځای پورې، په ټولو کې به د ایرانیانو له ځور او سپکاوي سره مخامخ وو.

حبیبې چې دا ډول وضعیت نه شوای زغملی، په ایران کې له یونیم کال تېرولو وروسته بېرته هېواد ته را ګرځېدلې ده.

هغه وايي، هیله‌ لري چې یوه ورځ یې په خپل هېواد کې امنیت راشي، څو افغانان اړ نه شي چې نورو هېوادونو ته په نامنظمې کډوالۍ ولاړ شي.

زرغونه هم یوه بله مېرمن ده چې د ایران د پوله‌ساتو ځواکونو له لوري بېرته افغانستان ته راګرځول شوې ده.

هغه یوه میاشت وړاندې له خپلو شپږو ماشومانو سره د نیمروز له لارې ایران ته تللې وه.

زرغونه چې کله له خپلو ماشومانو او نورو کډوالو سره تهران ته رسېږي، ایراني پولیس یې نیسي او بندخونې ته یې بیايي.

دغه ښځه چې په یوازې ځان د خپلو شپږو ماشومانو سرپرستي پر غاړه لري او د «ملا ډېسک‌» ناروغي نه ځورېږي وايي، شپږ ورځې یې د «بیرجن» په نوم د ایران یوه زندان کې تېرې کړي او بیا د دردناکه تاوتریخوالي له زغملو وروسته د هرات اسلام‌کلا ته را ګرځول شوې ده.

د هرات د والي ویاند د ایران د پوله‌ساتو ځواکونو نامناسب چلند په اړه ورته د شکایتونو د رسېدو خبر ورکوي او وايي، ایرانیان په زوره له خپلې خاورې افغانان راوباسي چې په وینا یې، حکومت به د دغو کډوالو شکایتونه وڅېړي.

د هرات د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس احمد جاوېد نادم سلام‌وطندار ته ویلي، د روان کال له پیل راهیسې څه باندې ۳۳۰ زره افغان کډوال د اسلام‌کلا له پولې هېواد ته راغلي چې له ډلې یې ۶۸ زره د ایران له لوري را اېستل شوي دي. هغه وايي، په یادو کسانو کې ۱۶۸ مېرمنې او له ۱۴ سوو ډېر ماشومان دي چې له ایرانه په زوره را اېستل شوي دي.

په هرات کې د ایران کونسلګرۍ تل ټینګار کړی، هغه افغانان چې له قانوني سندونو پرته ایران ته تللي، بېرته به را وګرځول شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا IOM د مالوماتو له مخې، په دې وروستیو شپږو کلونو کې د افغانستان هر وګړي یو ځل نامنظمه کډوالي تجربه کړې ده.

له دې ډلې نه ایران د ۴۸ سلنې، پاکستان د ۳۱ سلنې، سعودي عربستان د ۹ سلنې او المان او انګلستان په ترتیب سره د نامنظمې کډوالۍ د موخې هېوادونه دي.

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام