هلمند؛ طالبانو د امنيتي ځواکونو يو شمېر پوستې نيولي

سرچينې وايي، طالبانو د هلمندـکندهار پر لويه لاره د امنيتي ځواکونو پر يو شمېر پوستو بريدونه کړي او هغه يې نيولې دي. خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، امنيتي ځواکونو له ځينو پوستو تکتيکي شاتګ کړی او د بېرته نيولو لپاره يې عمليات پيل شوي دي.

د نجلۍ نړيواله ورځ؛ هغه چې افغانستان کې له تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ دي

نوې ځواني د هر چا لپاره له ننګونو ډکه دوره ده خو دغه دوره د نجونو لپاره د هلکانو په پرتله له ستونزو ډېره ډکه وي، ځکه نجونې د هلکانو په پرتله ډېرې زیانمنېدای شي. سره له دې چې نجونې د تنکۍ ځوانۍ پرمهال د کورنیو او ټولنې ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري؛ خو برعکس له تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

کندهار؛ هغه ولايت چې هر کال د کبانو له غوښې ۱۲میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کوي

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس حفیظ الله سیدي سلام‌وطندار ته وايي، دغه ولایت کې د کبانو د روزنې تر ۱۶۰۰زیات فارمونه دي چې هر کال کې ورنه ۸۰۰۰ مټریک ټنه غوښه ترلاسه کېږي. سیدي وویل، د کبانو دغه غوښه پر کندهار سربېره هلمند، زابل، روزګان، کابل او نورو ولایتونو ته هم لېږل کېږي.

جوزجان؛ طالبان له ښوونکيو او زده‌کوونکيو په زور پیسې اخلي

د جوزجان ولایت د اقچې او مردیان ولسوالیو اوسېدونکي سلام‌وطندار سره خبرو کې شکایت کوي چې طالبانو د خپلې نفوذي ساحې په پراخولو سره د دغو ولسوالیو له خلکو جبري اخاذي کوي.  د سیمې خلک وايي، وسله‌وال طالبان له خلکو په زور نغدې پیسې اخلي او دغه کار لامل شوی چې د سیمې بې‌وزله خلکو ژوند نور هم تریخ شي.

د بشر حقونو کميسیون: د بکارت ۹۲ سلنه ازمايښتونه د ښځې له رضايت او د محکمې له حکم پرته شوي

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون د يوه څېړنيز راپور په خپرولو سره د «نسايي اجباري معايناتو»  
په اړه ويلي دي چې له ۱۲۹ مېرمنو چې دوی ترې پوښتنې کړي يوازې يوې يې ويلي چې د دې د بکارت معاينات د صلاحيت لرونکې محکمې د حکم پر بنسټ شوي دي. د دې څېړنې موندنې ښيي چې ۹۲.۳ سلنه معاينات د ښځې او صلاحيت لرونکې محکمې له حکم پرته تر سره شوي دي. ۹ نورو مېرمنو بيا ويلي چي د خپل رضايت له مخې په داوطلبانه توګه دغو معايناتو ته حاضرې شوې دي. دوی ويلي چې په داوطلبانه توګه د عدلي طب د منلو دليل يې له هغه تورونو خلاصون و چې په دوی باندې په ناروا توګه لګول شوي وو.

ایران ته په نامنظمې کډوالۍ تللي کډوال د پوله‌ساتو ځواکونو او د قاچاقيانو له چلنده شکايت کوي

۲۵ کلن امیرداد چې د غور ولايت اوسېدونکی دی  او یو کال وړاندې د فقر او بې‌کارۍ له کبله د خپلې کورنۍ دوو نورو غړيو سره ایران ته روان شوی؛ خو له دې بې‌خبره چې مرګ ورته په تمه دی.

امیرداد وايي، سره له دې چې د ډېرو ستونزو په زغملو یې څلور ځلې ایران ته نامنظمه کډوالي کړې؛ خو تېر کال د ایران سیستان بلوچستان ولایت کې خونړۍ ټرافیکي پېښې سره مخ شوی دی.

طالبانو د ټرمپ د بريا هيله وکړه؛ د ټرمپ د ټاکنيز ټيم وياند: موږ ستاسو ملاتړ نه منو

طالبانو د امريکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بريا هيله او ملاتړ کړی دی. د تېرې جمعې په ورځ د طالبانو يوه وياند ذبیح‌الله مجاهد له سي‌بي‌اس خبري اژانس سره په ټلفوني اړيکه کې ويلي چې دوی هيله لري ټرمپ يو ځل بيا د امريکا ولسمشرۍ ټاکنو کې بريالی شي.