که څه هم د کډوالۍ ښکارنده پخوا کلونو راهیسې د خلکو ترمنځ موجوده ده، خو دې وروستیو څو کلونو کې هېواد کې د ناامنیو او بې‌ثباتیو ډېرېدل لامل شوي چې د کډوالۍ په ځانګړې توګه د نامنظمې کډوالۍ کچه په بې‌سارې توګه ډېره شي.

د سرپل ولایت اوسېدونکی سید محمد یو له هغو زرګونو ځوانانو دی چې دغه ولایت کې په ځانګړې توګه کومې ولسوالۍ کې چې دی ژوند کوي، د امنیتي وضعیت خرابېدو له وېرې اړ کېږي، د بې‌شمېره خطرونو او لوړ لګښت په منلو سره د نامنظمې کډوالۍ لاره غوره کړي.

سید محمد چې د نامنظمې کډوالۍ د ستونزو او لوړو ژورو کیسه کوي وايي، هیله یې درلوده چې د کډوالۍ له لارې یوه امن هېواد ته د رسېدو له لارې خپله او کورنۍ یې جسمي او رواني امنیت ترلاسه کړي.

سید محمد سره له خبرو داسې معلومېږي چې دا یوازې قاچاقيان نه دي چې ځوانانو ته د اروپايي هېوادونو په ستاينو سره هغوی نامنظمې کډوالۍ ته هڅوي، بلکې افغانستان کې ناامنۍ هم لامل شوي چې ځوانان د بې‌شمېره ستونزو په منلو سره نامنظمې کډوالۍ ته مخه کوي.

سید محمد وايي، د سفر لګښت برابرولو لپاره یې د کور پلورلو ترڅنګ، د کور نور توکي او خپل هرڅه پلورلي دي.

نوموړی چې پښېماني یې څېره کې له ورایه ښکاري وايي، المان کې له څو کاله اوسېدو وروسته، اوس ورته ژوند کول ستونزمن شوي او غواړي بېرته افغانستان ته ستون شي؛ خو د سولې خبرو پایلو ته په تمه دی.

د کډوالۍ د معلوماتو مرکز یا MRC سلاکار روح‌الله شېخ‌زاده وايي:« ګورئ که له یوې خوا د سولې خبرې بن‌بست سره مخ شي یا که داسې وشي چې مخالفې وسله‌والې ډلې چې حکومتولۍ کې ځانګړې ایډیولوژي لري، حاکمې شي، ښايي چې راتلونکي کې افغانستان نه نورو هېوادونو ته د کډوالو د یوې بلې څپلې شاهدان ووسو.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو وزارت د کډوالو د ملاتړ او حقوقي برخې رييس مرتضی رسولي هم وايي، د هغو کډوالو لپاره چې په خپله خوښه بېرته هېواد ته راګرځي، نړیوالو سازمانونو کې له ثبت او راجسټر وروسته، ورسره اساسي او لومړنۍ مرستې کېږي.

افغانستان نه کډوالي دې وروستیو کې د ناامنیو پراخېدو له کبله ډېره شوې، ان کابل او یو شمېر نورو لویو ښارونو کې ګڼې کورنۍ د ناامنیو له کبله د خپل کور توکيو له پلورلو وروسته، نامنظمې کډوالۍ ته مخه کوي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام