ذبيح الله مجاهد د عبدالرووف د خوشې کېدو په اړه وضاحت ورکړ

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپل ټویټرپاڼه د تښتول شوي ماشوم عبدالروف د خوشې کېدو په اړه وضاحت ورکړ. مجاهد لیکلي، بلخ کې د تښتول شوي ماشوم عبدالرووف د ژغورنې لپاره څه باندې ۲۰ ورځو راهیسې د ژغورنې عملیات روان و چې پرون شپه د یوشمېر انسان تښتوونکو تر وژلو او یوشمېر تر نیولو وروسته، عبدالرووف وژغورل شو.

کندوز؛ پر جومات چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۳۶ او د ټپیانو ۴۷ ته ورسېد

پرون ماسپښین د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالي کې د مولوي سکندر په جومات کې دننه چاودنه وشوه چې له امله یې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته. د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغه چاودنې د غندلو ترڅنګ وویل چې په دې چاودنه کې ۳۳ کسان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.

د هېواد پر جوماتونو او ښوونځیو بريدونه؛ ايران: ترهګر افغانستان کې کورنۍ جګړه غواړي

کندوز ولایت کې د مولوي سکندر پر جومات د تېرې ورځې د برید په اړه له غبرګونوو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی. دغه وزارت په افغانستان کې وروستیو بریدونو ته په اشارې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالو زیاتوالی د ژورې اندېښنې وړ بللی دی.

هېواد کې وروستيو خونړیو بریدونو خلک اندېښمن کړي

د کابل په ګډون د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې وروستیو خونړیو بریدونو او چاودنو ګڼ‌شمېر افغانان اندېښمن کړي دي. د پلازمېنې کابل اوسېدونکي وايي چې له ګڼې ګوڼې څخه په ډکو سیمو  کې چاودنو د خلکو ترمنځ وېره پیدا کړې.

توماس وېسټ له عبدالله عبدالله سره د نجونو ښوونځیو د پرانستلو په اړه خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس وېسټ له عبدالله عبدالله سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

نوموړي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه ټيلیفوني خبرې پرون شوي او افغانستان کې یې د وروستیو خونړیو بریدونو په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.