کندوز ولایت کې د مولوي سکندر پر جومات د تېرې ورځې د برید په اړه له غبرګونوو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی. دغه وزارت په افغانستان کې وروستیو بریدونو ته په اشارې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالو زیاتوالی د ژورې اندېښنې وړ بللی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه بریدونه د هغو ترهګرو اهداف ښیي چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه غواړي.
په خبرپاڼه کې راغلي: « په مزارشریف کې د شیعه ګانو پر یوه جومات له برید وروسته په کندز ولایت کې د سنیانو پر جومات برید په ښکاره د بهرنیو اجیر ترهګرو اهداف په ډاګه کوي چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه غواړي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي، لومړني راپورونه ښيي چې په روانه اوونۍ کې د تاوتریخوالو په لړ کې زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.
له دې مخکې د هېواد پخواني جمهوررییس حامد کرزي هم دغه برید غندلی و او هغه یې د افغانانو په وړاندې ښکاره دسیسه بللې ده. هغه زیاته کړې چې له دغو شومو اهدافو څخه د خلاصون یوازینۍ لار د خلکو شعوري عمل او ملي یووالي او اتفاق دی.
د ملي مصالحې د عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله هم په جوماتونو او ښوونیزو مرکزونو کې پر بې ګناه او روژه لروونکو خلکو سیستماټیک بریدونه یوه دسیسه وبلله او ویې ویل چې « دا د افغانستان باعزته خلکو سره ښکاره دښمني ده او دې ته بل نوم نه شو ورکولی.»
عبدالله د افغانستان له خلکو څخه غوښتي چې د « شیعه او سني وروڼو او خویندو او د هېواد د بېلابېلو قومونو» ترمنځ د یووالي په ټینګولو سره د افغانستان د دښمنانو د دسیسو په وړاندې هوښیار واوسي.
پرون ماسپښین شاوخوا ۲:۳۰ دقیقې د کندوز ښار د مولوي سکندر په جومات کې چاودنه وشوه. د اسلامي امارت ویاند په ټویټر کې لیکلي و چې د کندوز ولایت امام صاحب ولسوالي اړوند د « خانقا مولوي سکندر» جومات په چاودنه کې د ماشومانو په ګډون ۳۳ ملکیان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ښاغلي مجاهد دغه برید غندلی او ویلي چې د دې پېښې عاملین فتنهګر او شریر عناصر دي. هغه ټینګار کړی چې د دې پېښې د عاملینو د نیولو او مجازت کولو لپاره هڅې روانې دي.
په مولوي سکندر جومات کې چاودنه یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د سه دوکان جومات پر لومنځ کوونکو هم ورته خونړۍ برید وشو. په دغه برید کې چې داعش ډلې پر غاړه اخیستی له ۱۰۰ زیات کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.