د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټر کې د تښتول شوي ماشوم عبدالروف د خوشې کېدو په اړه وضاحت ورکړ.

مجاهد لیکلي، مزارشریف ښار کې د تښتول شوي ماشوم عبدالرووف د ژغورنې لپاره څه باندې ۲۰ ورځو راهیسې د ژغورنې عملیات روان وو چې بالاخره پرون شپه د یوشمېر انسان تښتوونکو تر وژلو او یوشمېر نورو تر نیولو وروسته عبدالرووف وژغورل شو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مجاهد په وینا، د پلټنې او د مجرمینو د نیولو عملیات دوام لري او د عملیاتو له پای ته رسېدو سره به د دې بوږنونکې پېښې عاملین افشا او د اسلامي شریعت منګلو ته وسپارل شي.

عبدالرووف په ۱۳۹۹ کال کې ښوونځي ته پر لاره وتښتول شو. نوموړی نن په مزارشریف کې د اسلامي امارت د مسوولانو له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې خپلې کورنۍ ته تسلیم شو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 انسان تښتوونکو د نوموړي د خوشې کېدو په بدل کې په وار وار د هغه له کورنۍ څخه د میلیونونو ډالرو غوښتنه کړې وه. په دې موده کې د تښتوونکو له خوا د عبدالرووف د شکنجې څو ویډیوګانې د هغه کورنۍ ته استول شوې وې.

تېر حکومت د تښتوونکو له منګولو څخه د هغه د خلاصون لپاره ډېر ځلې عملیات وکړل. خو بریالي نه شول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام