د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالي یوه جومات کې خونړۍ چاودنه شوې. د اسلامي امارت ویاند په ټویټر کې لیکلي چې د کندوز ولایت امام صاحب ولسوالي اړوند د « خانقا مولوي سکندر» جومات په چاودنه کې د ماشومانو په ګډون ۳۳ ملکیان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي مجاهد دغه برید غندلی او ویلي چې د دې پېښې عاملین فتنهګر او شریر عناصر دي. هغه ټینګار کړی چې د دې پېښې د عاملینو د نیولو او مجازت کولو لپاره هڅې روانې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا چاودنه نن له غرمې وروسته ۲:۳۰ دقیقې هغه مهال رامنځته شوه چې لمونځ کوونکي د جمعې لمانځه ادا کولو وروسته پر ذکر بوخت ول.
د اسلامي امارت مسوولانو د دغې چاودنې د نوعیت په اړه څه نه دي ویلي. د دې چاودنې مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی.
دا چاودنه یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې پرون د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د سه دوکان جومات پر لومنځ کوونکو هم ورته خونړۍ برید وشو. په دغه برید کې چې داعش ډلې پر غاړه اخیستی له ۱۰۰ زیات کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.