نن غرمه شاوخوا ۱۲:۴۰ دقیقې د مزارشریف د «سه دوکان» جومات کې خونړۍ چاودنه وشوه. ویل کېږي چې دا د شیعیګانو اړوند جومات دی. سرچینې تاییدوي چې په دې چاودنه کې تراوسه له ۳۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۸۰ ډېر ټپیان شوي چې د مزارشریف ښار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

دې چاودنې په هېواد دننه او بهر کې ګڼ غبرګونونه راوپارول. په بښنې نړیوال سازمان کې د افغانستان د برخې مسوولې سمیرا حمیدي د دغه برید په غبرګون کې ویلي چې د ملکي وګړو په ځانګړې توګه د هزاره وګړو وژنه  غندلو ته نه بلکې اقدام ته اړتیا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي:« موږ د نړیوالې ټولنې عاجل اقدام ته اړتیا لرو چې د خلکو په ساتنه کې د اسلامي امارت بې کفایتي په جدي توګه وڅیړي،»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د برخې مسوولې ټینګار کړی چې د ملکي افغانانو په ځانګړې توګه د هزاره ګانو وژنه باید ودرول شي. هغې دغه‌راز په مزارشريف کې پر جومات د بريد په څېر بريدونه د هزاره ګانو “نسل وژنه” بللې او د دغو بریدونو د پای غوښتنه يې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما هم د نن ورځې بریدونه غندلې دي. دغې ادارې په ټویټر کې لیکلي چې پر ملکي وګړو وروستي بریدونه په افغانستان کې د اندېښنې وړ دی. یوناما زیاته کړې چې بریدونه باید سمدستي ودرېږي او عاملین یې باید حساب ورکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، ریچارډ بنیټ په مزارشریف کې د شیعه ګانو پر جومات برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي چې دغه قشر یو ځل بیا قرباني شو. نوموړي پر ښوونځیو او جوماتونو د هدفي او سیستماټیکو بریدونو د سمدستي درېدو او د دې پېښې د ژر تر ژره څېړنو او عاملینو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د ځینو هېوادونو چارواکو پر ولسي وګړو برید غندلی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، سعید خطیب زاده د روژه لرونکو خلکو په نښه کول په ځانګړې توګه په مزارشریف کې د لسګونو بې ګناه خلکو وژل او ټپي کېدل د خواشینۍ او د اندېښتې وړ وبلل.

د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي، هغه کسان چې د روژې په میاشت کې ناوړه کړنې کوي د افغانستان او اسلام دښمنان دي.

بلخوا په هېواد کې دننه یو شمېر سیاسي څېرو هم دغه برید غندلی دی. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ټویټر کې دا چاودنه په کلکو ټکو غندلې او دا یې یو ترهګریز او د بشریت ضد جنایت او د ټولو انساني او اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف عمل بللی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه‌راز د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د نن ورځې بریدونه غندلي او ویلي چې دا د هغو کړیو کار دی چې افغاني ټولنې پورې تړاو نه لري. مجاهد په ټويټر کې ټينګار کړی چې د دې پېښو عاملين به ډېر ژر ونيول شي او سزا به ورکړل شي.

په مزارشریف کې پر سه دوکان د برید مسوولیت د اسلامي دولت یا داعش ډلې منلی دی او ادعای یې کړې له ۱۰۰ زیات کسان یې وژلي دي.

 نن په کابل، ننګرهار او کندوز ولایتونو کې هم چاودنې وشوې چې په ترڅ کې یې خلکو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام