پرون ماسپښین د کندهار ولایت د لومړۍ حوزې اړوند د شیعه وګړو د «فاطمیه امام‌بارګاه» جومات کې پر لمونځ کوونکو درې چاودنې وشوې چې په پایله کې یې شاوخوا ۶۲ کسان ووژل شول او څه باندې ۷۰ کسان ټپیان شول چې دغه برید له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د ټولنیزو رسنیو یو‌شمېر کاروونکو د دې برید په غبرګون کې، هغه د نسل وژنې ښکاره بېلګه بولي او وايي چې دا بریدونه باید ودرول شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملګرو ملتونو سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا برید محکوم کړی او ټینګار یې کړی چې د دې برید عاملان او ملاتړي باید محاکمه شي. دې سازمان پر سولې او نړیوال امنیت د ګواښونو له دوام څخه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم په کندهار کې د شیعه وګړو په جومات او لمونځ کوونکو برید غندلی او ویلي دی چې د افغانستان خلک په سولې او امنیت کې د ژوند حق لري.

د روسيې بهرنیو چارو وزارت هم ټینګار کړی چې د دا ډول بریدونو تنظیموونکي قصد لري چې مذهبي اختلاف او کورنۍ جګړې زیاتې شي.

یو‌شمېر شنونکي هم په دې اند دي چې داعش ډله له لومړیو د نورو اسلامي ډلو او مذهبي فرقو په وړاندې جوړه شوې او د دوی موخه تل د یوې مذهبي فرقې او د دوی اړوند حکومتونو له منځه وړل دي.

سیاسي شنونکی اکرم عارفي وايي چې اوس داعش ډله په افغانستان کې د ځان پیاوړتیا او په دې هېواد کې په بهرنیو موخو سره د یوې اډې د جوړولو په لټه کې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستی وايي چې د دا ډول بریدونو د مخنیوي لپاره هلې ځلې دوام لري او په وینا یې، په راتلوونکي کې به د داشان بریدونو ګراف راښکته کوي.

تېره اونۍ په کندوز ولایت کې هم د «ګذر سیداباد» جومات کې د ځانمرګي برید له امله ۱۵۰ کسان ووژل شول او ۲۰۰ نور کسان ټپیان شول.

د دې دواړو پېښو مسؤلیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام