مزارشریف کې پر جومات د برید په اړه غبرګونونه؛ د بښنې نړیوال سازمان: د ملکیانو وژنه اقدام ته اړتیا لري، نه غندنې ته

نن غرمه شاوخوا ۱۲:۴۰ دقیقې د مزارشریف د «سه دوکان» جومات کې خونړۍ چاودنه وشوه. ویل کېږي چې دا د شیعیګانو اړوند جومات دی. سرچینې تاییدوي چې په دې چاودنه کې تراوسه له ۳۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۸۰ ډېر ټپیان شوي چې د مزارشریف ښار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د مدني ټولنې بنسټونه: ا.ا دې د نجونو ښوونځیو نه پرانستلو په اړه وضاحت ورکړي

 هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو د نه پرانستلو په لړ کې، نن د مدني ټولنې یوشمېر بنسټونو، ګوندونو او قومي شوراګان په یوې ناسته کې له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې د نجونو ښوونځیو د نه پرانستلو په اړه دې وضاحت ورکړي. د ناستې ګډونوال وايي، د نجونو ښوونځیو نه پرانسته، له اسلامي او فرهنګي اړخه هېڅ توجیې نه لري.

د خبریالانو له نوم څخه ناوړه ګټه اخیستنه دې ودرول شي

د افغان خبریالانو د عدالت غوښتنې کمېټه وايي چې د مخکیني حکومت له نسکورېدو سره هم‌مهاله، له ګواښ سره مخ د افغان خبریالان د تخلیې بهیر کې درغلې شوې او دغه بهیر په سمه توګه نه دی مدیریت شوی. د دغې کمېټې غړي ادعا کوي چې د افغانستان د ژورنالېستانو د سراسري شورا رییس حفیظ‌‌لله بارکزي د خبریالانو په نوم، د خپلې کورنۍ غړي، له هېواده بهر ايستلي.

توماس وېسټ ا.ا ته: د نجونو پر زده‌کړو دې محدودیتونه لرې شي

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس وېسټ له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. نوموړي د کابل په لوېدیځ کې پر دوو ښوونیزو مرکزونو شوي بریدونه وحشیانه بللي او د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو له دوام څخه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.