د نورستان ولایت په دواب ولسوالي کې د وروستیو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

په نورستان کې له تېرو دوه ورځو راهیسې د بارانونو د ورښت لړۍ پيل شوې چې پرون د نورستان لوېدیځه دواب ولسوالي درو کې سېلابونه راوتلي چې له کبله یې خلکو ته په زیاته اندازه مالي زیانونه اوښتي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې ولایت د اطلاعات او فرهنګ رییس سمیع‌الحق وایي، د سېلابونو له کبله لسګونه هکټاره کرنیزه ځمکه، ۵ پلونه، ۶ ژرندې او ۲۵ دوکانونه ویجاړ شوي او دغه راز ۱۶ سره غواګانې هم اوبو له ځان سره وړي دي.

نوموړی وایي چې اوبه د ولسوالۍ تر بازار ورخلتي چې هلته یې هم زیان اړولي دی. دا په وروستیو څو کلونو کې لومړی ځل دی چې په دواب ولسوالي کې زیات سېلابونو خلکو ته ګڼ‌شمېر مالي زیانونه ور اړوي.

ځایي اوسېدونکي له حکومت او مرسته کوونکو نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوي چې د سیمې خلک يې لا تر وړاندې د ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او اوس چې سېلاب ځپلي، هر څه ژر دې ورسره مرستې وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې څه موده وړاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د مسلسلو بارانونو د ورښت خبر ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام