په کابل کې د کورونا ناروغي د تشخیص او درملنې د ځانګړي مرکز افغان‌-‌جاپان روغتون سرطبیب ډاکټر طارق اکبري سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه روغتون څه باندې ۲۵۰ ډاکټرانو او کارکوونکو د پنځو میاشتو معاشونه نه دي اخیستي.

د نوموړي په وینا، د یاد شمېر کارکوونکو له ډلې ۳۵ یې د معاش نه ورکړې له کبله خپلې دندې پریښې دي. هغه وايي، داسې کارکوونکي هم شته چې دندې ته د تګ‌راتګ لپاره د موټر کرایه نه لري او نړیوال بانک افغان‌-‌جاپان روغتون ته پیسې نه ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اکبري زیاتوي، کارکوونکو ته د معاشونو نه ورکړې ترڅنګ، په روغتون کې ۷۰ سلنه درمل او نور روغتیایي تجهیزات هم مخ په خلاصېدو دي او دوی اړ دي چې د راتلونکې سه‌شنبې په ورځ اعتصاب وکړي. نوموړی وايي، روغتیا وزارت ته هم ورغلي او سره له دې چې د ستونزو د حل ژمنه یې ورسره کړې وه، خو بیا یې هم پر ژمنو عمل نه دی کړی.

د افغان‌‌-جاپان سرطبیب وايي، تر دې وړاندې اروپایې ټولنې ژمنه کړې وه چې د روغتیایي کارکوونکو معاشونه به ورکړي، خو ور یې نه کړل. د هغه په خبره، د هوا په سړېدو سره ښايي پر کورونا د اخته کسانو شمېر لوړ شي خو د یادو کسانو د نمونو د کتلو او تشخیص یا پي‌سي‌آر ماشین نېټه یې پای ته رسېدلې او نه شي کولای د کتنو پایله سمه معلومه کړي.

د افغان‌-‌جاپان روغتون د کارکوونکو معاشونه او تجهیزات د هېلټ نېټ په نوم یوه بهرنۍ موسسه ورکوي، خو په دغه روغتون کې د یادې موسسې استازې فریبا عزیزي وايي، نړیوال بانک په افغانستان کې د نظام له بدلون وروسته دوی ته د شوي قرارداد له مخې، پیسې نه دي ورکړي، څو یادې ستونزې حل کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه وايي، اوس نړیوال بانک د پیسو د ورکړې ژمنه کړې چې په پوره کېدو سره به یې د روغتیايي کارکوونکو د معاشونو او روغتیايي تجهیزاتو ستونزه حل شي.

هڅه مو وکړه چې د دغو ستونزو په تړاو د اسلامي امارت د روغتیا وزارت چارواکو نظر هم ولرو، خو اړیکې مو ځواب نه شوې.

د یادونې ده چې اوس په افغان‌-‌جاپان روغتون کې پر کورونا شاوخوا ۶۰ اخته کسان بستر دي او چارواکي وايي، د هوا په سړېدو سره ښايي د ناروغانو شمېر لوړ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام