Asset 1SWN

د زابل ځینو ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو کموالي خلک له سختو ستونزو سره مخامخ کړي

2222-زابل-qcs5bmt6k77kjj4aqw8ejd3gd8n41w7entuvvqfp8o

د زابل د شاه‌جوی او خاک‌افغان ولسوالیو ډاکټران وايي، د روغتیايي خدمتونو او امکاناتو کموالي د دغو ولسوالیو اوسېدونکو له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي. د دوی په وینا، یوشمېر ناروغان چې روغتیايي وضعیت یې نازک وي، مرکز قلات ښار ته تر رسېدو مخکې پر لارې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دوی له حکومت او اړوندو مرستندویه بنسټونو د نویو روغتیایې مرکزونو د جوړېدو، د ډاکټرانو زیاتولو او نورو روغتیايي برخو کې د شته ستونزو د حل غوښتنه کوي. د خاک‌افغان ولسوالي د «کاکیران» روغتون ډاکټر عظیم‌الدین نظامي او د شاجوی ولسوالي د مرکزي روغتون ډاکټر عمران په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي:

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

«دلته د ناروغانو شمېر او ګڼه‌ګوڼه ډېره زیاته ده؛ ځکه روغتون کوچنی او ناروغان راباندې  ډېر دي.  موږ له دولت څخه دا غوښتنه کوو چې د لرې پرتو ولسوالیو روغتیایې مرکزونو ستونزې حل کړي.»

«پر شاجوی برسېره، د څلورو نورو ولسوالیو ناروغان هم دغه روغتون ته راځي. دا روغتون باید DH شي، کنه سي‌اېچ‌سي‌پلس خو باید شي. دلته ډېری هغه ناروغان چې حالت یې نازک وي، ژوند له لاسه ورکوي.»

د دغو ولسوالیو اوسېدونکي چې روغتیايي خدمتونو په‌کې لاسرسی ستونزمن دی، هم وايي چې د بې‌وزلۍ له کبله په خصوصي روغتونونو کې د خپلو ناروغانو د درملنې وسه نه لري. محمدادریس او غلام‌رسول زیاتوي:

«موږ له لرې ځایه پر پښو راشو، تکلیف را وکړو، ماشومان را زهیر کړو، خو دوا نه وي، بېرته خالي لاس ځوو. خپل ناروغ ته په بازار کې د نسخې دوا نه شوو اخیستلی؛ ځکه بې‌وزلي ده.»

«شل پنځه‌ویشت کلي دلته شته، خو ټول یوازې همدغه کلینیک ته راځي. خلک ډېر بې‌وزله دي، ان د ناروغ د لېږد لپاره وسایط په ډېرې سختۍ پیدا کېږي.»

په ورته مهال د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولان د شاه‌جوی او خاک‌افغان ولسوالیو په ګډون، د دغه ولایت په کچه ۵۶ سپینې روغتیايي ساحې په ګوته کوي چې هلته یې د خدمتونو او روغتیايي مرکزونو د نویو ودانیو جوړېدو په تړاو د حکومت مرکزي ادارې ته خبر ورکړی، څو یاده برخه کې شته ستونزو ته حل‌لاره ولټول شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر میرویس افغان وايي: «موږ د یوه ارزوونکې ډلې په مرسته په ټول زابل کې ۵۶ سپینې روغتیایې سیمې په ګوته کړې دي. دا موضوع موږ د ټولو ډونرانو، د عامې روغتیا وزارت او اړوندو نورو مسوولانو سره شریکه کړې ده، څو دا شته ستونزې حل شي. د شاجوی ولسوالي لپاره مو څو میاشتې مخکې یوه ډله لېږلې چي یو موبایل‌ ټیم هم له ځان سره لري.»

د زابل شاجوی او خاک‌افغان هغه دوه غرنۍ ولسوالۍ بلل کېږي چې اوسېدونکي یې د روغتیايي ستونزو تر څنګ، د ژوند له ګڼو نورو اسانتیاوو هم بې‌برخې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام