Asset 1SWN

لوګر کې سیند ته ۱۲کلن ماشوم لوېدلی

۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۲۳۴۲۲۱۴۱۴

د لوګر محلي چارواکي وایي چې د مرکز پل‌علم ښار اړوند په «حصارک» کلي کې یو ۱۲کلن هلک د «لوګرسیند» ته لوېدلی او مړ شوی دی.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، امنيتي ځواکونو د اوبه وړي ماشوم د جسد په لټه کې دي او تراوسه يې په موندلو نه‌دي بريالي شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

انس زیاتوي، د‌ ماشوم نوم  عبدالرحمن دی چې د برکي‌برک ولسوالي اصلي اوسېدونکی و او مرکز پل‌علم ښار اړوند حصارک کلي ته په مېلمستيا راغلی و چې د سيندغاړې ورتګ سره سم اوبو له ځان سره وړی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې تېره اوونۍ هم د لوګر سیند کې د یوه ۱۳ کلن ځوان مړی امنیتي ځواکونو هغه وخت موندلی وو چې د میدان‌وردګ چک ولسوالي څخه اوبو راوړی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام