Asset 1SWN

دایکندي کې دوه ځوانان اوبو ډوب کړي او مړه شوي

دایکندی-2-qbroxzre5zhnpa1q3pgu8mwy0ce0h4aebmdg9q0n7s

د دایکندي امنیتي مسوولان وايي چې دوه ځوانان د دغه ولایت په «هلمند» سیند کې ډوب شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دایکندي د امنیې قومانداني د رسنیو برخې نن «د وږي لسمه، د جمعې ورځ» په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا پېښه پرون شاوخوا درې بجې شوې ده. د خبرپاڼه له مخې، یاد ځوانان د کبانو نیولو په موخه د میرامور ولسوالي «پای‌چُلُنګ» سیمه کې د هلمند سیند ته تللي وو چې ډوب شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې مړه شوي کسان حسین‌داد او نورمحمد نومېدل چې ۲۲ او ۲۵ کاله عمرونه یې لرل او د میرامور ولسوالي د «میرغلام» کلي اوسېدونکي وو.

د خبرپاڼې پر بنسټ، د سیمې اوسېدونکو د یوه مړی پرون او د بل هم نن له اوبو را اېستلي او خپلو کورنیو ته یې سپارلي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې تېره جمعه د دایکندي د شهرستان ولسوالي په لزیر سیند کې هم دوه ځوانان ډوب شوي وو او ژوند یې له لاسه ورکړی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام