Asset 1SWN

د  تېرو ۲۸ورځو پرمهال لسو ولایتونو کې ۳۱ کسان اوبو ډوب کړي او مړه شوي

بند امیر 2

په رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ هېواد کې د تېرو ۲۸ ورځو پر مهال لسو ولایتونو کې ۳۱ کسان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، تازه پېښې د روانې اوونۍ د سه‌‌شنبې پر ورځ د چنګاښ ۲۷مه لغمان، بامیان او جوزجان کې ثبت شوي چې پر مهال يې اووه کسان اوبو ډ‌وب کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جوزجان قوش‌تېپې ولسوالي اوسېدونکی اتلس کلن لما پرون سه‌شنبه هغه مهال اوبو ډوب کړ چې د دغه ولایت اړوند «پل خراسان» سیند ته د لامبو وهلو لپاره تللی و.

د لما ماما راز‌محمد سلا‌م‌وطندار ته وویل چې «خوریی» یې یادې سیمې ته پر مېلمستیا راغلی و چې په وینا یې، اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی. هغه وویل: «پېښه د پل خراسان سیمه کې رامنځته شوې چې هلته اوبه څلور برابره دي.»

همدا ډول د روانې اوونۍ د سه‌شنبې پر ورځ د لغمان قرغیو ولسوالي کې هم څلور ځوانان د لامبو پر مهال سیند کې ډوب شوي چې د یوه جسد یې تراوسه هم نه دی موندل شوی.

د لغمان د طبیعي پېښو امریت مسوولان وايي، درې دغه ځوانان د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالي او یو یې هم د لغمان د علي‌شنګ ولسوالي اوسېدونکی وو.

د لغمان د طبیعي پېښو امریت رییس خیرمحمد غازي سلام‌وطندار ته وویل چې دوه کسان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي او په وینا یې، دوه نور هم هغه مهال ډوب شوي چې غوښتل یې دغه کسان وژغوري.

هغه وویل: «موږ سیند تړلی، څو جسدونه پیدا کړو، هغو سیمو کې چې ځوانانو هلته لامبو وهلو، یوه لوحه هم شته چې پرې لیکل شوي، دلته لامبو وهل خطر لري.»

د کندوز د امام صاحب ولسوالي اوسېدونکی جمشید هم د روانې چنګاښ میاشتې په ۱۶مه امو سیند کې د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړی دی.

د هغه ملګري حمیدالله سلام‌وطندار ته وویل، هغه ۱۷ کلن او ورزشکار وو. نوموړي وویل: «د لامو لپاره تللی او کورنۍ یې له یوې اوونۍ وروسته جسد پیدا کړ. امو سیند کې اوبه زیاتې وې.»

د تېرو ۲۸ ورځو پرمهال سیند کې د لامبو وهلو پرمهال ډوبو ۳۱ کسانو کې ۷ ماشومان هم شامل دي. د ننګرهار او کونړ ولایتونو محلي مسوولان وايي، دغه ولایت کې د تېر یوه کال پرمهال ۲۰ ماشومان اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ امر قریشي بدلون وویل: «تېر یوه کال کې چې اوبو ډوب کړي، ډېری یې ماشومان دي چې عمرونه یې له ۱۲ تر ۱۶ کلونو دي، ځینې ماشومان ژغورل شوي هم دي.»

تخار، بدخشان، هلمند، زابل، بامیان، کونړ، پکتیا، لغمان، جوزجان او کندوز هغه ولایتونه دي چې تېرو ۲۸ ورځو کې په کې ۳۱ کسان د لامبو پرمهال سیندونو کې ډوب شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې دغه راپور کې وړاندې شوې شمېرې د هغو پېښو پر بنسټ دي چې رسنیو کې خپرې شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام