Asset 1SWN

کندهار کې یو ځوان اوبو ډوب کړی او مړ شوی

د دهلي بند

د کندهار دهلې بند کې د نوراحمد په نوم یو ځوان د لامبو وهلو پرمهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.

د یاد ځوان د کورنۍ یوه غړي سلام‌وطندار ته ویلي چې نوراحمد د دوشنبې په شپه له خپلو ملګرو سره یوځای دغه بند ته د چکر لپاره تللی و چې د لامبو وهلو پرمهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوراحمد د کورنۍ دغه غړی زیاتوي چې د نوموړي جسد یې پرون سه‌شنبه د وري ۲۹مه له ماسپښین وروسته له اوبو راېستلی او ټاکل شوې چې نن خاورو ته وسپارل شي.

په ورته مهال د کندهار د محلي مسوولانو په وینا، دا په تېرو لسو ورځو کې دویم کس دی چې دغه بند کې د لامبو وهلو پرمهال اوبو کې ډوبېږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه ولایت کې چارواکو له خلکو په وار وار غوښتنه کړې چې په ډېرو اوبو کې له لامبو وهلو ډډه وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دهلې بند چې په ارغنداب سیند او ظاهرشاهي کانال کې بهیږي د ګرمۍ موسم کې ډېری ځوانان او کوچنیان لامبو په‌کې وهي چې هر کال د یوشمېر کوچنیانو او ځوانانو د مړینې لامل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام