د ا.ا د مشر اختریز پیغام؛ افغان نجونې: زموږ پر زده‌کړو لګېدلی بندیز لرې کړئ

د ا.ا مشر هبت‌الله اخوندزاده پرون د خپل اختریز پیغام په یوه برخه کې د ښوونې او روزنې پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د زده‌کړو او پوهې د پرمختګ لپاره پر ګټورو پلانونو کار کوي. خو افغان نجونې وايي، تمه یې لرله چې د ا.ا مشر به په خپل پیغام کې د دوی د زده‌کړو برخلیک روښانه کړي.

د یواِن‌ډي‌پي تازه راپور؛ د اړمنو افغانانو شمېر ۳۴ میلیونه ته رسېدلی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا UNDP په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه یوه راپور کې ویلي چې په دغه هېواد کې د بې‌وزلۍ کچه دوه برابره لوړه شوې او د اړمنو افغانانو شمېر هم ۳۴ میلیونه ته رسېدلی دی. په راپور کې د افغانۍ ثبات، د صادراتو زیاتوالي او د عوایدو را ټولېدو یادونه هم شوې ده.

د پکتیکا اوسېدونکي: دغه ولایت کې دې نیمګړې پروژې بشپړې شي

د پکتیکا یوشمېر اوسېدونکي له حکومت غواړي چې دغه ولایت کې دې د مخکیني حکومت پرمهال د پاتیو نیمګرو پروژو چارې بېرته پیل کړي.

د یاد ولایت اوسېدونکي زیاتوي چې تېر جمهوري نظام کې د دغه ولایت د پلتو بند، د ښرنې-ګردېز سړک او ځینو نورو پروژو چارې نیمه بشېړې شوېي او په وینا یې، اوسنی حکومت یې باید بشپړې کړي.

ملګري ملتونه نږدې ورځو کې د ا.ا رسمیت پېژندنې په تړاو غونډه جوړوي

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله امنه محمد وايي، ټاکل شوې د دغه سازمان د سرمنشي انټونیو ګوټرېش په ګډون راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان وضعیت په اړه نړیواله غونډه جوړه کړي.

نوموړې زیاته کړې چې دې غونډه کې به انټونیو ګوټرېش د ا.ا رسمیت پېژندنې په اړه د افغانستان لپاره د یو‌شمېر هېوادونو له استازیو سره بحث او خبرې وکړي.

کندهار کې یو ځوان اوبو ډوب کړی او مړ شوی

د کندهار دهلې بند کې د نوراحمد په یو ځوان د لامبو وهلو پرمهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.

د یاد ځوان د کورنۍ یوه غړي سلام‌وطندار ته ویلي چې نوراحمد د دوشنبې په شپه له خپلو ملګرو سره یوځای دغه بند ته د چکر لپاره تللی و چې د لامبو وهلو پرمهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.

تورخم کې د غره ښویېدو پېښه؛ د درېوو افغانانو په ګډون شپږ کسان مړه شوي

په تورخم کې پرون سه‌شنبه د وري ۲۹مه د غر ښویېدنې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر شپږو ته لوړ شوی چې درې یې افغانان دي.

د خېبرپښتونخوا د ژغورنې او مرستندویه چارو د ادارې مسوولانو نن چهارشنبه د وري ۳۰مه رسنیو ته ویلي چې د غر ښویېدنې په دې پېښه کې یې تراوسه د درېوو جسدونو پېژندګلوي کړې چې درې واړه یې افغانان دي.

کاپیسا او پروان کې ټرافیکي پېښې؛ یو کس مړ او اووه نور ټپیان شوي

د کاپیسا د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پرمهال اووه کسان ټپیان شوي دي.

د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند عبدالفتاح فایز سلام‌وطندار ته وايي چې پرون سه‌شنبه د وري ۲۹مه د کاپیسا مرکز اړوند «سنګ‌بریده» سیمه کې د دوو سراچه ډوله موټرو د ټکر له امله اووه کسان ټپیان شوي دي.

لکناو سوپر جاینټز لوبډله نن له راجستان رویلز سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن ماښام د یاد لیګ د جدول د سر دوه پیاوړې لوبډلې د یوه بل پر وړاندې لوبه کوي.

راجستان رویلز چې دا مهال د روان ای‌پي‌اېل لیګ د جدول په سر کې ده، نن ماښام ۶:۳۰ بجې به د جدول له دویمې لوبډلې لکناو سوپر جاینټنز سره ولوبېږي.

هلمند کې بڼوال: د بڼوالۍ په اړه دې مسلکي روزنه راکړل شي

هلمند کې یوشمېر بڼوال او کروندګر وايي، سره له دې چې د دغه ولایت ډول ډول مېوه لرونکې ونې، ښه وده کوي، خو یاد ولایت کې یوشمېر داسي تازه دود شوې مېوه لرونکي نیالګي هم شته چې شنه کېږي، خو وده او مېوه نه‌کوي.

دوی دغه برخه کې له حکومت او اړونده موسسو د مسلکي روزني غوښتنه کوي.