Asset 1SWN

کاپیسا او پروان کې ټرافیکي پېښې؛ یو کس مړ او اووه نور ټپیان شوي

e559115f-7959-4e3d-a9d8-828962250152

د کاپیسا د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پرمهال اووه کسان ټپیان شوي دي.

د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند عبدالفتاح فایز سلام‌وطندار ته وايي چې پرون سه‌شنبه د وري ۲۹مه د کاپیسا مرکز اړوند «سنګ‌بریده» سیمه کې د دوو سراچه ډوله موټرو د ټکر له امله اووه کسان ټپیان شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

فایز زیاتوي چې دغه ټرافیکي پېښه د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې او په وینا یې، ټپیان د درملنې لپاره د کاپیسا ولایتي روغتون ته لېږل شوي دي.

بل‌خوا پروان کې هم پرون سه‌شنبه د وري ۲۹مه د یوې ټرافیکي پېښې له امله د اسلامي امارت یو سرتیری مړ شوی دی.

د دغه ولایت د ټرافیکو مدیریت د ټرافیکي پېښو د څېړنې امر عبدالحمید محمدي سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه بېګاه د پروان مرکز جنګ‌باغ سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړې په وینا، یوه کرولا چې له کابله سمنګان ته پر لاره وه، یاده سیمه کې یې د اسلامي امارت یو سرتېری وهلی چې له امله یې دغه سرتیري خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه ټرافیکي پېښې داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په یو‌شمېر نورو سیمو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې مسوولان یې لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او له ټرافیکي قوانین سره نه بلدتیا یادوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام