Asset 1SWN

لوګر کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي

20230418_155313

لوګر ګې نن سه‌شنبه د وري ۲۹مه د یوې ټرافیکي پېښې له کبله یو کس مړ شوی او پنځه نور ټپیان دي.

د لوګر د عامې روغتیا ریاست ویاند فهیم‌الله لودین سلام‌وطندار ته ویلي چې  پېښه د سراچې او کرولا ډوله موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

لودین زیاته کړه چې په یاده ټرافیکي پېښه کې یو کس مړ شوی او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وینا، د پېښې ټپيان د محمداغې ولسوالي د «شهید شفیق‌الله لودین روغتون» ته لېږدول شوي، خو په ټپیانو کې د یوه کس روغتیایي حالت نازک ښودل شوی او د لا درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته لېږدول شوی دی.

د لوګر د عامې روغتیا ریاست ویاند فهیم‌الله لودین همداراز ویلي چې پېښه د موټرو چلوونکو د ګړندي تګ او بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دې وروستیو کې د کابل-لوګر پر لویه لاره ټرافیکي پېښې زیاتې شوي چې د دغه ولایت د ټرافیکو مدیریت د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې د بېلابېلو ټرافیکي پېښو له امله ۱۲۰ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام