لوګر کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي

لوګر ګې نن سه‌شنبه د وري ۲۹مه د یوې ټرافیکي پېښې له کبله یو کس مړ شوی او پنځه نور ټپیان دي.

د لوګر د عامې روغتیا ریاست ویاند فهیم‌الله لودین سلام‌وطندار ته ویلي چې  پېښه د سراچې او کرولا ډوله موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت: ۱۴۰۱ کال کې مو عواید څه باندې ۸۷سلنه زیات شوي

د کور او ښار جوړولو وزارت مسوولانو نن سه‌شنبه د وري ۲۹مه کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې د تېر ۱۴۰۱ کال پرمهال یې عوایدو کې څه باندې ۸۷سلنه ډېروالی راغلی دی.

د یاد وزارت د پراختیايي زون ادارې سرپرست روح‌الله احمدي دې غونډه کې وویل چې یاد وزارت تېر کال ۵۳۰ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي دي.

اروپايي ټولنې افغانستان سره «درې» میلیونه یورو مرسته وکړه

افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستو همغږې کوونکې اداره (اوچا) وايي چې اروپايي ټولنې د دغه سازمان بشردوستانه صندوق سره درې میلیونه یورو مرسته کړې ده. د اوچا په وینا، دا مهال افغانستان کې نږدې ۲۰ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي او شاوخوا شپږ میلیونه افغانان بیا له قحطۍ یو ګام لرې دي.

د روزګان مرکز ترینکوټ کې د یوې ښځې جسد موندل شوی

د روزګان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار اړوند سیمه کې پرون دوشنبه د وري ۲۸مه د یوې ښځې جسد موندل شوی دی. د یاد ولایت د امنیتي مسوولانو په وینا، دغه ښځې په ډزو وژل شوې او جسد یې د ترینکوټ ښار اړوند د «پیروشي» نومې سیمه کې پیدا شوی دی.