Asset 1SWN

اروپايي ټولنې افغانستان سره «درې» میلیونه یورو مرسته وکړه

Enlargement-How-should-the-EU-approach-it

افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستو همغږې کوونکې اداره (اوچا) وايي چې اروپايي ټولنې د دغه سازمان بشردوستانه صندوق سره درې میلیونه یورو مرسته کړې ده.

اوچا نن سه‌شنبه د وري ۲۹مه پر خپله ټوېټرپاڼه د یادې مرستې له کبله له اروپايي ټولنې د مننې ترڅنګ ویلي چې دغه راز ملاتړ کولای چې بشردوسانه شریکان افغانستان کې اړمنو او زیان‌منونکو وګړو ته حیاتي مرستې پر وخت ورسوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ملګروملتونو د مرستو همغږې کوونکې ادارې اوچا په روان اپرېل میاشت کې خبرداری ورکړی و، که افغانستان کې د بشردوستانه مرستو رسولو پلان پلي‌کېدو لپاره غوښتل شوې بودیجه برابره نه‌شي، میلیونونه کسان به له ستر ناورین او کم‌سارې قحطۍ سره مخ شي.

اوچا د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د وري ۲۷مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، په داسې حال کې چې مالي سرچینې د وچېدو په حال کې دي، د دې شونتیا شته چې دغه هېواد د قحطۍ له داسې ګواښ سره مخ شي چې تېرو ۲۵ کلونو کې به یې ساری نه لیدل کېږي.

د اوچا په وینا، دا مهال افغانستان کې نږدې ۲۰ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي او شاوخوا شپږ میلیونه افغانان بیا له قحطۍ یو ګام لرې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې دغې ادارې زیاته کړې چې د روان میلادي کال تر پایه افغانستان کې د بشري مرستو رسولو پلان پلي‌کېدو لپاره له غوښتل شویو ۴،۶ میلیارډ ډالرو څخه تراوسه ۲۵۰ میلیونه ډالر راټول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام