Asset 1SWN

اوچا افغانستان کې د کم‌سارې قحطۍ پېښېدو په اړه خبرداری ورکړی

CP156285423-e1671065476692

د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) افغانستان کې د قحطۍ پېښېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

اوچا پرون یکشنبه د وري ۲۷مه په دې اړه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، په داسې حال کې چې مالي سرچینې د وچېدو په حال کې دي، د دې شونتیا شته چې دغه هېواد د قحطۍ له داسې ګواښ سره مخ شي چې تېرو ۲۵ کلونو کې به یې ساری نه لیدل کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یادې ادارې همداراز ویلي، که غوښتل شوې مرستې برابرې نه‌شي، افغانستان به د یوه بل ناورین پر لوري لاړ شي. د اوچا په وینا، دا مهال افغانستان کې نږدې ۲۰ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي او شاوخوا شپږ میلیونه افغانان بیا له قحطۍ یو ګام لرې دي.

په همدې حال کې دغې ادارې زیاته کړې چې د روان میلادي کال تر پایه افغانستان کې د بشري مرستو رسولو پلان پلي‌کېدو لپاره له غوښتل شویو ۴،۶ میلیارډ ډالرو څخه تراوسه ۲۵۰ میلیونه ډالر راټول شوي دي.

اوچا روان کال افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته کسانو د شمېر لوړېدو په اړه هم خبرداری ورکړی چې د یادې ادارې په وینا، اټکل کېږي چې سږکال به د اومېندواره او شیدو ورکوونکو مېرمنو او ماشومانو په ګډون څلور میلیونه کسان پر شدیدې خوارځواکۍ اخته شي.

په ورته مهال یادې ادارې ویلي چې مرستندویه بنسټونو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، څو افغانانو ته بشري مرستې برابرې او د زیانمنونکو وګړو اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي.

مرستندویه بنسټونو ټینګار کړی چې افغانستان کې بشري دوستانه مرستې د میلیونونو افغانانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره وروستۍ کرښه ده.

په ورته مهال اوچا د روانې اپرېل میاشتې په ۶مه نېټه هم په یوې خبرپاڼه کې له نړۍ غوښتنه کړې وه چې روانو سختو شرایطو کې افغانان یوازې پرې نه‌ږدي.

د یادې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا مهال نږدې ۲۸ میلیونه افغانان د ژوند ژغورلو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، خو د مرستو رسولو بهیر د بودیجې کمښت او د ښځو کار مخنیوي له امله اغېزمن شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اوچا داسې مهال افغانستان کې د قحطۍ پېښېدو په اړه خبرداری ورکوي چې هېواد کې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ کچه ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام