Asset 1SWN

۲۸میلیونه اړمن افغانان؛ اوچا: افغانستان د نړۍ په کچه ناورین سره مخ دی

FqyKOfsaIAQU-RZ

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي چې افغانستان د نړۍ په کچه له سخت ناورین سره مخ دی.

اوچا نن جمعه د کب ۱۹مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان ۲۸.۳ میلیونه وګړي روان ۲۰۲۳ کال کې اړینو بشري مرستو ته اړتیا لري. دغې ادارې همداراز د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

اوچا د ۲۰۲۳ کال لپاره د افغانستان د بشردوستانه غبرګون په خپور کړي پلان کې ویلي چې یاده اداره په روان میلادي کال کې د څه باندې ۲۳ میلیونه افغانانو سره د مرستو لپاره ۴.۶ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) دې پلان کې ویلي، دغه هېواد کې د ښځنیه‌ کارکوونکو پر کار بندیز به د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړي.

اوچا ټینګار کړی چې افغانستان کې اړمنو ته د مرستو رسولو برخه کې د ښځینه کارکوونکو ونډه او کار اړین دی.

له دې سره هم‌مهاله افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال رامز الاکبروف افغانانو سره د نړیوالو مرستو پر دوام ټینګار کړی.

نوموړي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې نړۍ باید د افغانانو پر مخ دروازې پرانیزي او په وینا یې، مرسته کوونکي هېوادونه له دوی سره د لوږې، خوارځواکۍ او ناروغیو راکمولو برخه کې مرسته او همکاري کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هم‌مهاله هېواد کې د وزکارتیا او لوږې کچه لوړه شوې او د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له مرستو سربېره لا هم ورځ تر بلې د خلکو اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ روان دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام