Asset 1SWN

اوچا: افغانستان د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر ناچاودي توکي لري

78_afghanistan2 (1)

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره «اوچا» وايي، افغانستان د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر ناچاودېدونکي توکي لري.

اوچا نن دوشبنه د کب اتمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د لسیزو جګړو له امله نړۍ کې د چاودېدونکو توکو تر ټولو لوړه کچه لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یاد بنسټ ویلي، روان ۲۰۲۳ کال کې د دغه توکو د شنډولو، له ځمکې د ماینونو پاکولو او د یادو توکو د ګواښونو راکمولو لپاره ۱۸.۳ میلیونه ډالرو او له قربانیانو سره د مرستې لپاره ۱.۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

هېواد کې د کلونو جګړو له امله پاتې ناچاودو ماینونو او سرګلولو د ګڼ‌شمېر هېواد‌والو په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند ترې اخیستی او یا یې معلول کړي دي.

نږدې اوونۍ وړاندې هم د هرات ښار په نواباد سیمه کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي وو.

د هرات روغتیايي مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي و چې څلور ورځې وړاندې د هرات ښار «نواباد» سیمه کې د ناچاودې مرمۍ چاودنه کې د یوې کورنۍ څلور ماشومانو ژوند بایللی او یو بل ټپي شوی. د هغوی په وینا، د یوه ټپي او دوو ماشومانو جسدونه د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

اصف هغه هراتي ماشوم دی چې درې ورځې وړاندې یې د ناچاودې مرمۍ چاودنه کې خپله پښه له لاسه ورکړې. هغه چې اوس هم د هرات حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دی وايي، دغه پېښه کې یې خور او درې د خاله زامنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

ټولنیزې رسنۍ

 د دغه ماشوم په وینا، د خاله زامنو یې یوه ناچاوده مرمۍ کور ته راوړې وه او د لوبو کولو پرمهال یې چاودنه کړې ده.

په همدې حال کې د دغه ټپي شوي ماشوم مور نازنین وايي خوریونو یې غوښتل یوه ناچاوده مرمۍ بازار کې د زړې وسپنې په توګه وپلوري، چې چاودنه یې کړې ده.

نازنین وویل: «ماشومان سهار وختي پاڅېدل چې درس ته لاړ شي. مرمۍ هم زمونږ د حویلي څنګ ته ویاله کې وه. مونږ ټول کور کې وو او ماشومانو هغه راپورته کړې وه او کور ته یې راوړه، چې دا وسپنه ده او غوښتل یې تر ماتولو وروسته یې وپلوري. بیا یې چاودنه وکړه، څلورو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړ او دا هم ټپي شو، روغتون ته مو راوړ او پښه یې ترې غوڅه کړه.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې څه موده وړاندې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي و چې هره میاشت په اوسط ډول هېواد کې ۱۲۰ کسان له جګړو د پاتیو ناچاود توکو او ماینونو له کبله مړه او ټپیان کېږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام