د افغانستان بانک سبا «۱۷» میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې سبا سه‌شنبه د کب نهمه «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن دوشنبه د کب اتمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره سبا سه‌شنبه «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر لیلام ته وړاندې کوي.

ناپېژنده وسله‌والو کاپیسا کې یو ځوان وژلی

د کاپیسا امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو یو ځوان وژلی دی.

د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند  عبدالفتاح فایز نن دوشنبه د کب اتمه سلام‌وطندار ته ویلي چې پرون ماښام شپږ بجې د تګاب ولسوالي اړوند «بدراب» سیمه کې ناپېژنده کسانو د امید په یو ۲۰کلن ځوان وژلی دی.

اوچا: افغانستان د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر ناچاودي توکي لري

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره «اوچا» وايي، افغانستان د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر ناچاودېدونکي توکي لري.

اوچا نن دوشبنه د کب اتمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د لسیزو جګړو له امله نړۍ کې د چاودېدونکو توکو تر ټولو لوړه کچه لري.

د پاکستان تور بازار کې یو امريکايي ډالر په ۳۰۰ روپۍ تبادله کېږي

پاکستاني رسنیو نن دوشنبه د کب اتمه راپور ورکړی چې د دغه هېواد په توربازار کې یو امریکايي ډالر له ۲۸۵ تر ۳۰۰ روپۍ «کلدارې» ته لوړ شوی دی.

پاکستان کې صرافان وايي چې څه موده وړاندې دغه هېواد کې د روپۍ پر وړاندې ډالر ښکته شوي و، خو اوس بېرته لوړ شوي دي.

تخار کې نجونو زده‌کوونکو د لاسي‌ صنایعو تولید ته مخه کړې؛ سوداګر: بازار نه‌لري

هېواد کې د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل‌کېدو څخه وروسته ګڼ‌شمېر نجونو زده‌کوونکو او زده‌کړیالانو تخار کې د لاسي صنایعو تولید ته مخه کړې ده.

برښنا چې د تخار د یوه ښوونځي د لس ټولګي زده‌کوونکې ده، وايي چې د وزګارتیا له امله اړ شوې چې د لاسي صنایعو تولید برخه کې ځان ته بوختیا پیدا کړي.

د کابل-جلال‌اباد لویه لاره د ټانکر موټر چپه‌کېدو له امله تړل شوې

د کابل-جلال‌اباد لویه لاره د ماهیپر اړوند سیمه کې د ګازو د یوه ټانکر موټر د چپه‌کېدو له کبله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د ټولګټو وزارت نن دوشنبه د کب اتمه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یادې لویې لارې د پرانېستلو هڅې روانې دي.