Asset 1SWN

تخار کې نجونو زده‌کوونکو د لاسي‌ صنایعو تولید ته مخه کړې؛ سوداګر: بازار نه‌لري

بظب

هېواد کې د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل‌کېدو څخه وروسته ګڼ‌شمېر نجونو زده‌کوونکو او زده‌کړیالانو تخار کې د لاسي صنایعو تولید ته مخه کړې ده.

برښنا چې د تخار د یوه ښوونځي د لس ټولګي زده‌کوونکې ده، وايي، د وزګارتیا له امله اړ شوې چې د لاسي صنایعو تولید برخه کې ځان ته بوختیا پیدا کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړې سلام‌وطندار ته وویل: «د ښوونځي لسم ټولګي کې یم، له وزګارتیا او کورناستي ستړې شوې یم. د لاسي صنایعو تولید ته مخه کړې، درې میاشتې زحمت باسم څو یو یې واوبدم، هغه هم چې بازار ته وړم، سم پلورونکی نه‌لري.»

د تخار د تالقان ښار اوسېدونکې ۴۵کلنه ریزه‌ګل د دغه ولایت لرو پرتو سیمو کې نجونو ته بلوڅي ټوکر، دست‌کول او یخن «غاړې» د اوبدلو لپاره ورکوي. نوموړې وايي چې ډېری هغه نجونې چې له دې څخه د اوبدلو لپاره بلوڅي ټوکر اخلي، زده‌کوونکې او له پوهنتون څخه فارغې شوې نجونې دي.

هغې وویل: «کله چې نجونو لباسونه او نور واوبدل، موږ یې ښار ته راوړو او په هټیو یې ګرځو، که چا په ښه بیه اخیستې، ورکوو یې، که نه یې اخیسته، بیا یې په ټيټه بیه تر ۵۰۰ افغانۍ ورکوو.»

تخار کې د لاسي صنایعو تولیدونکي او سوداګر وايي چې له دې وړاندې د کلیوالي سیمو ډېری مېرمنو لاسي ګل‌دوزي کوله، خو په دې وروستیو کې ښځې او نجونې د دغه ولایت مرکز کې هم لاسي صنایع تولیدوي.

تخار کې یو سوداګر عبدالقدیم اوچقون د لاسي صنایعو د بازار له نشتون شکایت کوي او وايي چې په وروستیو میاشتو کې له هېواد بهر د یادې صنایعې صادرات هم له ستونزو سره مخ شوي دي.

نوموړي وویل: «له بده‌مرغه چې د ویزې نشتون له امله نه کورني او نه بهرني پلورونکي لرو. پخوا به یوازې بې‌وزله مېرمنو لاسي صنایع تولیدولې، خو اوس پېغلې نجونو هم دې کار ته مخه کړې او تولید زیات شوی دی.»

په ورته مهال د تخار د صنعت او سوداګرۍ امر ضیا‌الدین دلاور وايي چې نږدې ورځو کې به دغه ولایت کې د لاسي صنایعو برخه کې یو نندارتون جوړ کړي.

هغه وویل: «سوداګر کولای شي چې د سوداګرۍ جواز واخلي، موږ ورسره مرسته کوو، د یوه مکتوب له لارې یې معرفي کوو چې سوداګریز پاسپورټ واخلي او له هېواده بهر هم سوداګري وکړي.»

 سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې هېواد کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو له تړل‌کېدو وروسته ډېری نجونو زده‌کوونکو او زده‌کړیالانو د وزګارتیا څخه د خلاصون په موخه د لاسي‌ صنایعو تولید ته مخه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام